دافغانستان ددموکراسی اوپرمختیا د فراګیرغورځنګ ددریمی کلیزی په ویاړ
متن سخنراني در همايش اعلام پلاتفرم انتخاباتي در کابل
دوکتورحبیب منګل
د افغانستان ددموکراسی او پرمختیا دفراګیرغورځنک دتاسیس څخه دری کاله تیریږی . دری کاله وړاندې د لمریز۱۳۸۴کال دجوزاپه ۱۳نيټه دهيواد دننه دپخوانی دخلک دموکراتیک ( وطن ګوند )  څخه پاتی اکثریت فعالې برخی اواساسی بدنی فعالينو، د مترقی مبارزی ددوام په منظوراودهیواد دملی - مترقی غورځنګ دځواکونود تشکل اویوالی لپاره ، دافغانستان ددموکراسی او پرمختیا دفراګیرغورځنګ په نامه یو نوی سیاسی سازمان رامنځته کړ.  زه پداسې حال کی چه دهیواد دننه اوبهر ټولو ملګرو ته په دی مناسبت  مبارکی وایم  ،غواړم په دی لیکنه کې د فراګیرغورځنګ په اړه د لاندی پوښتنو په اړوند خپل نظروایم . فراګیرغورځنګ دکومی اړتیا له مخی رامنځته شو ؟      له بده مرغه چه  دافغانستان د جمهوری دولت دسقوط وروسته نه یوازی  د افغان ولس دکلونو  دزیار او مبارزی ټولې لاسته راړونی دیوه سره تباه شوی اوهیواد په ملی فاجعه کې ډوب او شاه ته منځنیوپیړیو ته سوق شو،بلکه د هیواد  ملی ، مترقی او دموکراتیک غورځنګ هم سخته سیاسی ماتې وخوړله ، په ژوره  فکری او سیاسی تشی (خلا) کی ډوب شوَ ، ځواکونه یی دهیواد دننه اوبهر تیت شول او دستروچلنجونواوستونزو سره مخ شو.      خومبارزی دوام وموند اود هيواد دننه او بهر ، ملی ، دموکراتیک او عدالت پلوه غورځنګ ارمانونو، ارزښتونو او موخو  ته وفادارو سياسي فعالينو حتا ديوی لحضې لپاره د مبارزي سنګر  خوشۍ نکړ او دپخو انيو اړيکو دساتلو او ټينګولو او په همدې توګه  د نوو کړيو د ايجاد له لاري یی دمبارزې بيرغ او چت وساته . او ددې هڅو په لړ کې دیوه داسی سیاسی سازمان اړتیا  چه  د پخوانی د خلک موکراتیک (وطن ګوند)  او ټول کیڼ او ملی ، دموکراتیک غورځنګ  کړۍ ، شخصیتونه ، فعالین او ځواکونه له سره متحد او متشکل کړی  را منخته شوه . او دهمدې اساسی اړتیا له مخې د( افغانستان ددموکراسۍ او پرمختیا فراګیر غورځنک ) بنسټ کیښودل شو او دهغې فکری ـ تشکیلاتی خلا د ډکولو په برخه کی اساسی او ارزښتناک ګام پورته شو، چه دپخواني چپ ، دموکراتیک جنبش دسیاسی ماتی څخه را منخته شوې وه .    ښاد دی وی د ګران ملګری محمود بریالی روح ، کوم چه فراګیر غورځنګ د رامنځته کولو په ستراوتاریخې کار کی تل پاتی او ستره ونډه  ترسره کړه . ژوندی دی وی دموسسانو د مجلس غړی او ملګری شیرمحمد بزرګر او دهیواد دننه اوبهر ټول  ګران ملګری  چه د ٧١ ۱۳کلونو وروسته سختو او غمړلو کلونو کی  په ميړانه ، فداکارۍ ، سرښندنه د مبارزې بيرغ اوچت وساته او دفراګیرغورځنګ د تاسیس ، ودی ، پرمختګ او بریالیتوب  په لارکی دادی  په نه ستړی کیدونکی ډول کار او مبارزه کوی.        دادې دری کاله دفراګیرغورخنګ څخه تیریږی . در ی کاله دیو ه سیاسی سازمان په ژوند کی یوه لحظه شمیرل کیږی . خو له نیکه مرغه زمونږغورځنګ دخپل سیاسی او ساز مانی ژوند په ټولو عرصو کی پر مخ ځی او تر ټولو مهمه دا چه دهیواد دپخوانی کیڼ غور ځنګ په زرګونو غړو او په سیاسی ډګر کی فعالو اوهوډمنو مشرانو اوفعالینو خپلې هڅې  د فراګیرغورځنګ سره یو کړی دی .   دافغانستان ددموکراسی اوپرمختیا د فراګیر غورځنګ هویت        سياسي سازمانونونه  دافکارو او مرام  ، باورونو او ارزښتونو ، ارمانونو او موخو ، سياسي تګ لاری او کړنلاری او دمبارزی داشکالو او روشونو له مخې تعریف ، پيژندل  او يو له بله تفکيک کيږي ، چه مترقی دی که ارتجاعی ،  کيڼ دی اوکه ښی  ، تحول غو ښتونکی دی که محافظه کار او افراطی دی که معتدل .     دافغانستان ددموکراسې اوپرمختیا فراګیرغِورځنګ یومترقی اودموکراتیک کیڼ، تحول خوښوونکۍ، غورځنګ  دی . او د لاندی فکری لیکو ، باورونو او اصولو له مخی چه دغورځنګ په مرامنامه کې تسجیل شویدی، دیوه دموکراتیک کیڼ سازمان په توګه تعریف او پیژندل کیږی : پتریو تیزم دفراګیرغورځنګ دهویت جوهرتشکیلوی  . وطندوستی یعنی د افغانستان تاريخي او ملي هويت ساتل ،دهیواد دسياسي خپلواکي ، یو موټی والی ،ملي حاکمیت ، دخاورې تماميت، ملی یوالی اوبرابری ،ملی امنيت، دفاع ، اقتصادي اوټولنیز پرمختګ ،ځواکمنی او سرلړوي ، دهرهیوادوال  دشان او کرامت ساتنه ، او د ټوپیر پرته دټولو هیوادوالوآزادی ،برابری ،  سوکالی او نیک مرغي ، د فراګیر غورځنګ د افکارو ، مشې او کړنلارې ، بنیادی ارزٍښتونه  او اهداف تشکيلوي . او پدې باوردی چه دا موخی او ارزشتونه یوازی او یوازې د یوه ملی ،ځواکمن ، خلکو ته خدمت ګار  ،جمهوری ، دموکراتیک ، مدنی ارزښتونو ، ټولیز عدالت ته متعهد  دولت په وجود کی تحقق موندلی شی . دفراګیر غورځنګ  دمبارزې او هڅو په محور کې انسان قرار لری . د انسان شان او کرامت  ، ازادی او ازادانه رشد او په خپل برخه لیک باندی د ده حاکمیت  او نیک مرغی یی دمبارزی په سرلوحه کې قرارلري . او پدې  باور دی ،چه انسان- فرد  هغه وخت واقعی ازادی اوپه خپل برخه لیک باندی حاکمیت  ته رسیدلی شی چه د بې وزلۍ ، ستم او استثمارڅخه خلاصون ومومی . ټولیز عدالت ېې ارمان او غایی هدف دی . او په ټولنیزه او سیاسی مبارزه کی  د بی وزلو ،خوارانو ،مظلومانو،زیار ایستونکو او د ستم لاندی طبقو او قشرونو تر څنګ دریږی او دحقونو دفاع یی کوی .فراګیرغورځنګ پدې باوردی چه ټولنیزعدالت د ټولنیزی پراختیا  ،دټولنی د هرغړی سوکالی  ته دبرابرو فرصتونو درامنځته کولو ، دطبقاتی فاصلی له منځه وړلو  ، دیوه عادلانه او پرمختللی ټولنیزو- اقتصادی مناسباتو او دموکراتیک نظام داستقرار اوپه غایت کې د  جنسی ، اجتماعی ، طبقاتي ،قومی ، مذهبی او نژادی ستم اوتبعیض څخه دیوی خلاصې تولنې دایجاد په صورت کې په تما مه معنا په واقعیت  بدلیږی . د موکراسی اوددموکراتیک دولت او نظام استقرار، دفراګیر غورځنګ اساسی هدف تشکیلوی.او پدې باوردی چه  دموکراسی دټولیزعدالت دتامین په صورت کی معنا لری او تحقق پیدا کوی . فراګیرغورځنګ داسلام دمقدس دین او دینی ازادیو رعایت او احترام ساتې او دټولو هیوادوالو له پاره دمذهبی مناسکو د ازادانه اجرا پلوی دی . خود دین اودینی ازادیو څخه دسیاسی ، ډله ایزه اوشخصی ناوړه ګټه اخیستنی مخالف دی . فراګیرغورځنګ دهرډول کودتا اواقتدارګرایی او استبداد که سیاسی وی یا مذهبي، ضد دی اوایدیا لوژیک دولت يا په بل عبارت په دولت ،سیاسی سیستم اوټولنه باندی دیوی ځانګړی ایدیالوژی تحمیل نه منی .   اقتصادی پرمختیا او پراختیا د ټولیزعدالت او دموکراسی مادی پایه تشکیلوی. فراګیر غورخنګ ، سرمایه داری داقتصادی – ټولنیرفورماسیون او اجتماعی تکامل دیوی قانومندی مرحلی په توګه پیزنی . خو په دې باوی دی چه اقتصادی پراختیا باید تولنیزه پرمختیا  رامنځته کړی او اقتصاد  باید  دولس په خدمت کی  وی او ملی عواید  او  شته منی د ټولنیزې سوکالۍ په ګټه وویشل اووکارول شی . فراګیرغورځنګ د بند وباره ازاد بازاراواو نوی لیبرالیزم چه دټولنې دهماهنګ مادی اومعنوی ودی  مخه نیسی او له ځانه سره بی وزلی ، بیکاری او بی عدالتی راوړی ، توافق نلری . فراګیر غورځنګ په انسانیت ، بشریت  او نړیوالیتوب باور لری. د مترقی بشریت او نړیوال کیڼ او دموکراتیک ِغورځنګ برخه ده . انسانیت اوانسان دوستی ، بشریت او بشردوستی اود بشری حقونو نړیواله اعلامیه یی  د تفکراو مرام ، عمل اونظر بنسټ جوړوی او دتحقق لپاره یې مبارزه کوی  .  په نړیوالو اړیکو کی دزوراوتحکم یا« دځنګل قانون» چلول او په هیوادونو باندی دنظامی  تیری او یرغل  او دملتونو  استقلال او ملی حاکمیت تر پشو لاندی کول په کلکه غندی ، دوروسته پاتی هیوادونو هر اړخیز پرمختګ  غواړی ، دپردیو تراسارت  اوستم لاندی  ملتونو د ملی حقونو دتامین ننګه او دفاع کوی او دملګرو ملتونو دسازمان دمنشورتطبیق غواړی .  فراګیر غورځنګ  دیوه مترقی ،انسان دوست ، آزادی غو شتونکی ، عدالت پلوه ، دموکرات غورځنګ په توګه ، پورته  انسانی ، ملی  او مترقی شریفانه فکری لیکو، ارمانونو  او موخو دتحقق لپاره  د مسالمت امیزه او دموکراتیکی لاری  مبارزه ، هڅه او هاند کوی .او دهر ډول افراطیت ، بیناد ګرایی ، تروریزم اوخشونت ضد دی .  فراګیر غورځنګ د خپل مرام په تدوین او تطبیق کې  په عقل اوټولیزعلومو ،تجربه او واقع ګرایی تکیه کوی اود ټول پر مختللی او مترقی تفکر اود  بشریت د نظری اوعملی لاسته راوړنو اوبریاوو څخه دخپلې ستراتیژی او مشی په تحقق کی  ګټه اخلی .  پدې ډول دفراګیر غورځنګ په وجود کې ، دافغانستان په سیاسی ډګر کې یو دا ډول نوې سیاسی ِغورځنګ اوسازمان  را منخته شوې چه د  اسارت ،جګړو ،زور واکۍ ، بې وزلۍ ،خوارۍ ، بې عدالتیو ، ظلم او هر ډول ستم  څخه دافغان ولس دژغورنی  او دیوه ازاد ، دموکراتیک ، متمدن ، غوړیدلي ، پرمختللي ، سر لوړي او ځواکمن افغانستان دجوړولو دارمان دتحقق لپاره دمبارزې یوازنی سم انتخاب دی . بنا پردی دهیواد دملی اومترقی ځواکونو او په ځانګړی ډول د ټولو  پخوانیو یارانو وړ ځای په فراګیرغورځنګ کی دی، او ورته مراجعه کیږی چه پدی غورځنک کې  متشکل او متحد شی اود وطن اوخلکو په وړاندی خپل هوډونه ترسره کړی .     فراګیرغورخنګ او پخوانی کیڼ  غِورځنګ دځواکونود وحدت مسله           په افغانستان کې دننه او بهر دپخوانی  دخلک دموکراتیک ګوند او وطن ګوند او دهغه دمتحدینودفعالی برخی له منځه  دهیواد دننه اوبهر مختلف  سازمانونه اوسیاسی کړۍ  را منځته شویدی .  ددغو  سازمانونو له جملې یوه برخه دپخوانی کیڼ او دموکراتیک غورځنګ باورونواوموخو ته ژمن پاتی شویدی ، او بله برخه یی له بده مرغه  دتیرو څخه له یوه سره پیښمانه دی . نه یوازې د کیڼ غورځنګ نقش په افغامستان او نړی کې ختم بولی بلکه حتی  دنامه داخیستلو څخه يی ځان ژغوری . دا پداسې حال کی ده چه دیوالی له پاره  هلوځلو او تلاش زور اخیستی دی   .          دافغانستان ددموکراسۍ او پر مختیا  فراګیر غورځنګ چه دمترقی مبارزې ددوام او دهیواد وطنپال ، کیڼ اودموکراتیک غورځنګ د ځواکونو دوحدت دضرورت څخه رامنځته شوی ، پداسې حال کې چه دوحدت له پاره دروانو تلاشونو ملاتړ کوی .خو دارګانیک یوالی یا دګدو فکرونو اوارزشتونو پرسروحدت غواړی . نه میکانیکی وحدت یا سیاسی معاملی چه موخه یی شخصی او ګروپی ګټوته رسیدل دی . بنا پردی زما په  نظر فراګیر غورځنګ د یوه  ،کيڼ او دموکراتیک  سازمان په توګه اصولا او یوازې دهغو سازمانونو او کړیو سره وحدت کولی شی چه کيڼ دموکراتیک هویت ولری.      فراګیرغورځنګ په سیاسی ډګر کی دخپل حضور سره سم ، ټولو همفکرانو او دپخوانی دافغانستان دخلک دموکراتیک ګوند او  ټولو هغه  سازمانونو، کړیوَ، ډلو ، شخصیتونو او سیاسی فعالینو سره چه دکيڼ دموکراتیک غورځنګ اساسی ارزښتونو ، ارمانونو او موخو ته متعهد دی مراجعه کړې  چه  دوحدت دکنګری ددایرولو له لارې په یوه واحد او فراګیر سازمان کی متشکل اویو شی . او اوس هم هغه ټول سازمانونو ته چه دازادی ، دموکراسی او ټولنیز عدالت او د «دافغانستان دستم ګالونکو خلکو داوږدو رنځونو» دپای ته رسولو لپاره مبارزی ته دوام ورکوی ،  دیوالی لاس غزوی او په دی لارکی هیڅ ډول کوښښ او تلاش نه سپموی .    فراګیر غورځنګ او د سیاسی اتحادونه او ایتلافونه مسله         دادی په هیواد کی  مختلف سیاسی اتحادونو او جبهی د مختلفو سیاسی سازمانونو تنطیمی او غیر تنطیمی او یا مختلط ترکیبونو څخه را منځته شویدی ، اوګمان کیږی چه دریاست جمهوری او پارلمانی ټاکنو په درشل کې   به نوری جبهې هم جوړې شی .      سره له دی چه په سیاسی اتحادونو کې پراخ نظر او لازم اصولی نرمش نباید  له یاده و ایستل شی. خو لازم دقت او سیاسی هوښیاری ته ډیره اړتیا لیدل کیږی تر څو زمونږ غورځنګ دنورو دقدرت او سیاسی بازیوپه لومه کې راګیر نه شی . بنا پردی د اپوښتنه را منځته کیږی  چه دچاه سره او دڅه لپاره اتحاد او ایتلاف.    زما په نظر فراګیر غورځنګ دوطنپال ، مترقی ، دموکراتیک ،عدالت پلوه ، تحول خوښونکی او معتدل اپوزسیون دیوی برخی په توګه اصولا د ملی ،مترقی ،دموکراتیکو اوتحول خوښونکې ګوندونو او په ځانګړی ډول دپخوانی حاکمیت دکړیو سره اتحاد او جبهه جوړولی شی  . نه په اصطلاح د« امتیازغوښتونکی اپوزیون »اودحاکمیت دننه او بهر بنیاد ګرا او عقبګرا  ،استبدادی او ارتجاعی سیاسی ډلو او تپلو  سره اتحاد او جبهې جوړول  چه دنور او ډیر قدرت او امتیازاتو ترلاسه کولو لپاره هلی ځلی کوی  .     بناپردی زما په نظر، اصولا باید دهیواد مترقی ، دموکراتیک او تحول ِخوښونکی او معتدل اپو زسیون دځواکونو ، سازمانونو او ګوندونو سره اتحاد او ایتلاف ته هڅه او هاند وشی . داځواکونه په هیواد کې ډیر دی چه  په یوه هیوادنی پراخه دموکراتیکه جبهه کی باید  سره متحد شی او دافغانستان  او افغان ولس په وړاندی خپل رسالت تر سره کړی .      دیوی هیوادنۍ پراخې دموکراتیکی جبهې ایجاد ، ځکه په یوه غوره او دورځې په دستور کی قرار لری چه دهیواد  خلک چه  د  ناامنی , فساد , غارت ، چور ، بی وزلۍ . بیکارۍ ، مرض ، خوارۍ ، بې قانونۍ ، ظلم ، ستم او بی عدالتی څخه ناری سوری وهی ، خپل نجات دملې  ، مترقی ، دموکرات او عدالت پلوه سیاسی خواکونو په یوالی او ددوی له لارې دیوه ځواکمن ، ملې ،دموکراتیک ، عدالت پلوه او خلکو ته خدمت ګار دولت   په جوړولو کې وینی .    دمشعل دمیاشتنۍ خپرونې د۱۳۸۶کال دڅلورمې ګڼې څخه اخیستل شوې 

دیدگاه خود را بیان کنید

  • نظر شما پس از بازبینی منتشر خواهد شد.
  • لطفا از کلمات نامناسب استفاده نکنید.
  • خواندنیها از انتشار نظرهائی که توهین آمیزبوده و یا حاوی کلمات زشت باشد معذور است.
  • آدرس ای- میل شما منتشر نمی شود و به نظرهای بدون آدرس توجه نخواهد شد.

نام (لازم):
پست الکترونیکی (نمایش داده نمیشود):
نظر شما:
 
متن سخنراني در همايش اعلام پلاتفرم انتخاباتي در کابل
داکترحبيب منگل
مبارزه برای توسعۀ دموکراسی  و ارتقای مشارکت مردم در حیات سیاسی یکی از اهداف اساسی  ماست. مسلما دموکراسی زمانی نهادینه میشود که مردم خود را از برکت آن در امنیت و محافظت بیابند و در سایۀ دموکراسی، خود را آزاد احساس کنند و به رفاه اجتماعی دست یابند. ما کاندیدای تحولات اجتماعی هستیم و آنچه ما را از دیگران متمایز میسازد، صداقت و پیگیری ما در  مبارزه برای عدالت اجتماعی است. بیش از هر وقت دیگر در وطن ما، مبارزه بخاطر عدالت و رفاه اجتماعی، مبارزه برای دموکراسی است. ادامه مطلب->>>>>

تعداد ديدگاه ها در رابطه به اين موضوع : [0]
بارک اوبا ما وضرورت استراتیژی جدید وموثر برای افغانستان
داکترحبیب منگل

به حاکمیت ملی افغانستان احترام گذاشته شود ودرانتخابات ریاستی وپارلمانی از نیروی دموکراتیک ، مترقی وتحول طلب قاطعانه حمایت به عمل اید تا یک حکومت ملی ،دموکراتیک واداره، کارامد ، پاسخگو وخدمت گذار مردم پاه به عرصه وجود گذارد .

ادامه مطلب->>>>>

تعداد ديدگاه ها در رابطه به اين موضوع : [1]
دافغانستان ددموکراسی اوپرمختیا د فراګیرغورځنګ ددریمی کلیزی په ویاړ
دوکتورحبیب منګل
دیوی هیوادنۍ پراخې دموکراتیکی جبهې ایجاد ، ځکه په یوه غوره او دورځې په دستور کی قرار لری چه دهیواد  خلک چه  د  ناامنی , فساد , غارت ، چور ، بی وزلۍ . بیکارۍ ، مرض ، خوارۍ ، بې قانونۍ ، ظلم ، ستم او بی عدالتی څخه ناری سوری وهی ، خپل نجات دملې  ، مترقی ، دموکرات او عدالت پلوه سیاسی خواکونو په یوالی او ددوی له لارې دیوه ځواکمن ، ملې ،دموکراتیک ، عدالت پلوه او خلکو ته خدمت ګار دولت   په جوړولو کې وینی . ادامه مطلب->>>>>

تعداد ديدگاه ها در رابطه به اين موضوع : [0]
اوضاع سیاسی افغانستان وضرورت ایجاد یک جبهه ءوسیع دموکراتیک
دکتور حبیب منگل

کلید حل مسایل افغانستان دردستان نیرومند خود مردم این سرزمین وهمبستگی نیروهای ازادی خواه , ترقی خواه , دموکراتیک وعدالت پسنداین کشور قرار دارد . پیروزی ما دروحدت ماست .

ادامه مطلب->>>>>

تعداد ديدگاه ها در رابطه به اين موضوع : [0]
آزادي ، خپلواکي اوافغانستان
ډاکتر حبيب منګل
په دي ډول ليدل کيږي چه افغانستان اوافغان ولس په اوس کې هم دخپلې آزادۍ او خپلواکۍ دساتلو اودهغه داساسي موخو يعني  ديوه پياوړي ، پايښت لرونکي  او په ملي واکمنۍ متکي او ټوليزې پرمختيا ته متعهد  ، حقوقي ، مدني او پرمختللي دولت درامنځته کيدو ، جوړيدو او استقرار په  ډګر ګې دسترو چلجونو او ستونځو سره مخ دی . ادامه مطلب->>>>>

تعداد ديدگاه ها در رابطه به اين موضوع : [0]
د امن جرګه د امن لپاره څه بايد وګړي ؟
داکترحبيب منگل
دپاکستان دموکرات او مترقي کړۍ دنده لري چه  دتروريزم داور څخه د خپل هيواد دژغورلولپاره په جرګه کې داخبره را پورته کړي او د خپل حکومت  څخه وغواړي چه دهيواد امنيتي او نظامي اداره  دبنسټ پالو څخه چه دتروريستي کړيو تر شاه ولاړ دي  پاکه کړي . ادامه مطلب->>>>>

تعداد ديدگاه ها در رابطه به اين موضوع : [0]
چشم دید از گرد هم ایی اعضای نهضت فراگیر دموکراسی وترقی افغانستان
دوکتور حبیب منگل

دولت  دموکراتیک  وکارآمد ,نظم ،امنیت وآرامش رادرکشور به درستی تامین میکند  ؛ به کرامت انسان احترام می گذارد وحقوق اساسی وازادی های فردی واجتماعی مردم  را بدرستی تامین وحراست مینماید ؛به توسعه سیاسی , اقتصادی , اجتماعی وفرهنگی کشور می پردازد, نیازها ومطالبات مردم رابرآورده میسازد وسطح زندگی ورفا  شهروندان را پیوسته ارتقا می بخشد .

ادامه مطلب->>>>>

تعداد ديدگاه ها در رابطه به اين موضوع : [0]
تاملي بر مسله وحدت ترقي خواهان افغانستان
داکترحبيب منگل

 گسترده گی از نظر پایه اجتماعی با  خصلت فرا قومی و دفاع از منافع وخواستهای اکثریت جامعه اعم  از زحمتکشان شهر وده , روشن فکران ,فرهنگیان , مدیران وماموران دولت , اهل کسبه , تجار وسرمایه داران ملی .

ادامه مطلب->>>>>

تعداد ديدگاه ها در رابطه به اين موضوع : [0]
درباره ضرورت تدوین استراتیژی امنیت ملی افغانستان
دوکتورحبیب منگل

ا فغانستان درناامني گسترده وكثيرالجوانب به سر می برد . تداوم وتشدید ترور, خطرافراط گرایی وخشونت سیاسی , مشکل گروه های مسلح غیر قانونی وسلاح غیر قانونی ‘ قاچاق مواد مخدر , نبود مصوونیتوامنيت فردی , اجتماعی , اقتصادی وفرهنگی وتداوم دخالت خارجی حلقات معلوم الحال خارجی , که درصلح , ثبات , انکشاف دموکراتیک کشورما, منافع خودرا در خطر می بیند , عمده تری

ادامه مطلب->>>>>

تعداد ديدگاه ها در رابطه به اين موضوع : [0]