د امن جرګه د امن لپاره څه بايد وګړي ؟
متن سخنراني در همايش اعلام پلاتفرم انتخاباتي در کابل
داکترحبيب منگل
      په دې اونۍ کې دافغانستان او پاکستان تر منځ  دامن دجرګې په نامه يوه لويه غونډه  چه وړانديز يي  تيرکال په واشنګټن کې  د بوش سره ددواړو هيوادونو دغونډي په مهال افغان ولسمشر حامد کرزي کړی وه ، جوړه شوه . په جرګه  کې دهرهيواد له خوا په مساوي ډول ٣٥٠اوټول ٧٠٠تنه  ګډون وکړ .  لکه چه معلومه ده دجرګې اساسي موخه داده چه دديورند کرښي ته څيرمه دواړو خواو ته پراته پښتانه قبايل چه له بده مرغه سيمې يي دتروريزم په اډو بدلې شوي وهڅول شي چه ددې اډو په له منځه وړلو او دافغانستان او سيمې  دامن په ټينګښت  کې مرسته وکړي  .        سره له دې چه تراوسه دشکل او محتوا له نظره  ددي جرګې د جوړيدو جِزيات چه اصولي اهميت لري معلوم ندي ،د بېلګې په ډول:  دا د حکومتونو تر منځ جرګه ده ، اويا  ددواړو هيوادونو دسرحدي سيموداوسيدونکو خلکو تر منځ جرګه ده ؛  ايا مشکل همدلته دي ؛  پريکړې ېې څومره اجرايي تضمينات لري؛ دنړيوالې ټولنې ، ملګرو ملتونو دسازمان ، امريکا ، داروپا داتحاديي اودسيمې دهيوادونو او ددواړو هيوادونو دګاونډيانو ځای اورول په جرګې کې چيرې دی  ؟ دغه او داسې نوري اصولي پوښتني چه تراوسه ندي ځواب شوي .        خوزما په اند  هرګام چه دتروريزم اوبنسټ پالنې او دافغانستان او سيمې  دامن او دواړو هيوادونو دولسونو او دولتونو د اړيکو د ښه کيدواوټينکښت په برخه کې اخيستل کيږي د ملاتړ وړدی.  ولې پوښتنه داده چه دامن جرګه به  دامن يا په بل عبارت  دافغانستان او سيمې د امن دټنګښت او ددواړو هيوادونو داړيکو په ښه کولو کې څه وکولي شي ؟      ځيني سترګي په لاره دي او خوشبين دي چی داجرګه ډير څه کولی شي او داسې نظر لري چه دافغانستان دامن او ثبات کونجي دپولې دواړوخوا ته پراتو پښتنو قبايلو په لاس کې ده  .خو ځيني نور ددې تزس مخالف دي او واېې چه دافغانستان امنيت او ثبات ديوه خاص قوم په وس کې ندی اودقومي جرګو څخه څه نه جوړيږي . بلکه مخامخ دافغانستان او پاکستان  حکومتونه بايد خپل منځي اختلافات اوستونزي حل کړي، ترڅودسيمې د امن اوسوکالۍ او ددواړوهيوادونو داړيکو دښه کولو لاره هواره شي .       سره له دې چه دخو شبينيو او بدبينيو  دواړو لپاره دلايل وجود لري ، او داهم  سمه ده چه دهيوادونو داړيکو دښه کولو   کارعمدتا د حکومتونو دي ، خوجرګې هم دافغانانو دمعاشرې ديوه منل شوي انستيتوت په توګه دستونزو په حل او دذهنونو په جوړولو کې ستر رول لري او لوبولۍ دي .      بنا پردې  که روانه جرګه  ښه جوړه شي د پوهاوي او جوړولوفضا ولري،دامن ، دښه اونيک ګاونډ يتوب ،د وروري او سوکالي نيت او سياسي اراده په جرګه کې مسلطه وي ، ستو نځې څرنګه چه دي وکتل او وسپيړل شي ، رښتيا په ګوته شي  اوريښتني پريکړی وشي . زما په اند دا جرګه به امن او سولې په ګټه  ددواړو هيوادونو دعامه ذهنيت  په جوړولو او حکومتونو داړيکو په ښه کولو کې خامخا ټاکلی تاثير پريږدي  .      او دادي ديوه ځنډ او په پاکستان اوافغانستان کې دمخالفتونو او په ځانګړي ډول دطالبانو او ددوي تر نفوذ لاندي دلرو قبايلو ديوه تعداد ملکانواو ملايانو دمخالفت سربيره چه غيرطبعي ندي ، داګست په ٩ نيټه دافغانستان په پاي تخت دکابل لرغونې ښار کي دپاکستان او افغانستان تر منځ د امن جرګه جوړه شوه . رښتيا اوس ښه جوت شوي دي      تر ټولو مهمه داده چه دامن جرګه پداسي شرايطو کي جوړيږي چه اوس دا رښتيا  ښه برملا شويدي  چه دالقاعده او طالبانو دروزني ، سوق او ادارې او پټيدلومرکزونه عمدتا په پاکستان کې واقع دي  . دا هغه څه دي چه جنرال پرويز مشرف هم دهغه څخه انکار نکوي  او په پاکستان کې دتروريزم او بنسټ پالني ضد پراخې  کړيواو په ځانګړي ډول دپښتونخوا او بلوچستان ملي ، دموکرات او مترقي ځواکونو  خو لا پخوا ويل  او دسره جومات پيښو ښه په ډاګه کړه چه تروريزم او بنسټ پالني  ، نه يوازي دافغانستان بلکه خپله دپاکستان امن اوثبات ته  هم سترګواښونه رامنځه کړيدي .     په همدې ډول دامريکا دمتحده ايالاتو داستخباراتو اداره هم په خپل وروستي رپوټ کې بياافشا کوي چه القاعده دپاکستان په قبايلي سيمو کې ډيره غښتلې شويده او شايد ددغه ځايه په امريکا کې بيا عمليات وکړي .اوهمدا ډول په افغانستان کې  ميشت نړيوالي موسسې ، دملګرو ملتونو سازمان ،بهرني نظامي ځواکونه او ديپلوماتيکې نمايندګي هم دعيني شاهدانو په څير ويني ، چه ددوي عسکراو کارکونکي  دهغو کسانو له خوا وژل او تښتول کيږي  چه په پاکستان کې روزل کيږي .       پدې ډول داواقعيت اوس ډير مني  چې تروريزم چې دافغانستان امنيت اوثبات ېې پرون اونن ګډوډ کړی دی، په پاکستان کې زيږدلی دی او وده ورکړ شويده  اودهغه ځايه افغانستان او نړۍ ته صادر شوی او سرايت موندلی دی ، او دادی هلته داقيانوسونو هغې خوا ارامو کارتو امنيت اوکراري يي هم په خاطرکې اچولی دي او په داسې اور بدل شويدي چه دټولو او خپله ددې اور دبلونکو لمن يي هم نيولې ده . نو تروريزم تر ټولو وړاندي  په خپله ځاله او زانګو يعني پاکستان کې بايد وځپل او جړې ېې وايستل شي .        بنا پردې دامن  جرګه په عمل کې کولي شي چې ، چه دپورته واقعيتونواو فکتونو په نظرکې نيولو سره  دافغانستان او پاکستان داړيکو دښه والي اودتروريزم سره دمبارزي په ډګر کي دلاندي چلنجونو او ستنوزو دحل په برخه کې وړانديزونه  وړاندې کړي اوټول ذيدخل اړخونه وهڅوي اوترې وغواړي چه دجرګې د وړانديزونو په پلي کولو کې فعالانه برخه واخلي  .  دامن جرګه دامن لپاره څه بايد وکړي ؟         اول :  لکه چې وويل شول اوس  ټول دامني  چی القاعدې او طالبانو دفعاليت مرکزونه په پاکستان کي  واقع دي دي  . نو دامن جرګه بايد پاکستان  وهڅوي او تري وغواړي چه  دتروريزم سره په مبارزه کې دخپلو ژمنو دتر سره کولو لپاره ديوه اساسي او عملي ګام او اقدام په توګه بايد دتروريزم مرکزونه چه ځايو نه يي  اي ، اس ، اي ته معلوم دي په خپله او يا دافغانستان ،دتروريزم ضد ايتلاف اوناتو ځواکونو سره په ګډه له منځه يوسي ، تروريستان اودهغوي مشران دې ونيسي او عدالت ته  وسپاري او ملي منايع دې ضبط کړي  . او دافغانستان ، ناتو او پاکستان په ګډ امنيتي کمسيون کې د نورو ژمنو په پوره کولو  کې  دې خپل مسووليتونه ترسره کړي  .      اوس دهيڅا پټه نده چه دپاکستان دقدرت د مرکزونه دننه داسې کړۍ شته دي  چه دطالبانو او القاعدې سره خواخوږي لري او ملاتړ ترې کوي . نو دپاکستان دموکرات او مترقي کړۍ دنده لري چه  دتروريزم داور څخه د خپل هيواد دژغورلولپاره په جرګه کې داخبره را پورته کړي او د خپل حکومت  څخه وغواړي چه دهيواد امنيتي او نظامي اداره  دبنسټ پالو څخه چه دتروريستي کړيو تر شاه ولاړ دي  پاکه کړي .      دامن جرګه بايد په پاکستان کې دديني مدرسو دګواښ سره دمقابلي په مقصد هم دحل په موثرو لارو او چارو خبري وکړي . پخوا هم ښکاره وه او دسره جومات پيښو خو لا په ډاګه کړله چه دپاکستان په ديني مدرسو کې  شاګردانو ته داسلام علومو دزده کړي په ځاي ، تروريزم ورزده کول کيړي . جرګه بايد دپاکستان حکومت وهڅوي او ترې وغواړي چه ديني مدرسې دخپل کامل کنترول لاندي روالي او په تعليمي نساب  يي له سره کتنه وکړي .       دوم : دسره جومات پيښو وښودله چه  تروريزم دپاکستان زړه ته هم سرايت کړيدي .، خو لکه چه څرګنده ده په اوس کې  د تروريستانو د سوق او اداري او پټيدو مرکزونه  دديورند د کرښي هغه خواه ته دپښتنو قبايلو په سيمو کې واقع دي او ددغو سيموڅخه په افغانستان او خپله پاکستان کې فعاليت کوي .تروريستانو  دسيمي  يوه برخه خلک  دتطميع ، تهديد او تزويرپه کارولوخپل کړي او دتوپ دخولې دغو ښې په څير يي  د پلرني ټاټوبي افغانستان  دورانولو او خپلو وروڼو دوژلو لپاره استعمالوي .       او دامن جرګه  هم ددي لپاره جوړيږي چه ددې سيمو خلک وهڅول شي او وپوهول شي  چه دتروريزم دمرکزونو په له منځه وړلو او ځپلو کې مرسته وکړي ، ترڅودوي نور دتروريزم قرباني نه شي اودخپل پلرني ټاټوبي  دورانولو او خپلو وروڼو دوژلو لپاره ونه کارول شي .      حقيقت دادي چه دپولې دواړوخواه ته پښتانه قبايل دافغانستان اوسيمې په امن ، ثبات او پرمختګ کې ستراو ټاکونکۍ رول اوځای لري . خوپه عمل کې  قبايل هغه و خت دا نقش پر ځای کولی شي چه  دالقاعدي او طالبانو دپيسو ، وسلو او ولکي په مقابل کې وقايه او حمايه شي اوداکار هغه وخت شونۍ دی چه  ددوی دسيمو دامنيت اوپرمختګ په ډګر کې موثر اقدامات ترلاس لاندې ونيول شي او عملي شي .       نو دامن جرګه بايد پاکستان وهڅوي او تري وغواړي چه په قبايلي سيمو کې دتروريزم دجړو دايستلو لپاره خپل نظامي اوامنيتي حضور غښتلۍ کړي اوددې سيمودپرمختيا په برخه کې خپل مسووليتونه او مکلفيتونه ترسره کړي . قبايل بايد مدني او سوله ايز ژوند ته وهڅول او راګډ کړل شي او نبايد نورپه اصطلاح  دعنعنوي خود مختارۍ تر نامه لاندې دمنځنيو پيړيو په نظام او عمومي وروسته پاتې والي کې وساتل شي  او دجبهې دلمړي ليکې په څير دافغانستان پر ضد ودرول او کارول شي .        لکه چه معلومه شوه  دتروريستانو دتګ اوراتګ دبندولو لپاره دديورند په کرښه  داغزن سيم غزول هيڅ ډول کمک ونه شواي کولای . بلکه  لکه چه وويل شول اساسي چاره داده  چه  دتروريستانو ځالي او مرکزونه نابود شي  .       دديورند منحوسه کرښه چه  دبرتانوي استعمار له خوا د خنجر په څير په افغانستان باندې راښکل شويده او دهغه له کبله يو واحد ملت اووروڼه خلک  سره ويشل شويدي ، او دافغانستان څخه لويه خاوره جدا او غصب  شويده او  هغه پاکستان ته سپارل شويده . ددغې سيمې اوسيدونکې  د خپل ملي برخه ليک دټاکلو څخه بي برخي دي او دادي تراوسه دخپل پلرني هيواد افغانستان پرضد کارول کيږي ، د لر اوبر افغان ولس له خوا چه وروستي خبره به  همدوي کوي ،د ديورند کرښه په رسميت نه ده پيژندل شوې او دافغانستان او پاکستان تر منځ دا سياسي اختلاف تراوسه ندی حل شوي  .     او زما په اند  په اوس کې ددې اختلاف دحل لپاره مساعد شرايط  ندي رامنځته شوي .زه په دې باور يم چې ولسونه څوک په زور  دتل لپاره نه شي سره بيلولی، دا د استعماري نړۍ دنقشواو لويي غوښتنو په نتيجه کې  وو، چې  زموږ ولسونه سره بيل او زموږ خاوره له موږ نه غصب کړای شوه.          همدا ډول  جرګه دافغانستان دولت څخه هم بايد  وغواړي چه  کوردننه په اوضاع بايد ولکه پيدا کړي  او دقبايلو واقعي  ملاتړ بايد ترلاسه کړې اوپدې سيمو کې ددولتي حاکميت دپراختيا او ټينګښت لپاره، ددولت نظامي او امنيتي حضور غښتلۍ کړي او دهغه سره جوخت بې وزلي له منځه يوسي ، انکشافي پروژې زياتې کړي ،ولس ته کار پيدا کړي اود بيا جوړونې اوعمومي  پرمختيا په برخه کې لازم ګامونه پورته کړي . خو دا پداسې حال کې ده او دقبايلو په سيمو کې ورځني تروريستي پيښې داواقعيت ثابتوي چه دافغانستان حکومت په قبايلي سيموباندې تسلط نلري او دقبايلو دغوښتنو په پوره کولوکې  دپاتې راتلو په وجه  ددوی د واقعي ملاتړ په ترلاسه کولو کې موفق ندي .       امريکا او ناتوهم بايد دافغانستان اوسيمې دامن په تامين او ټينګښت کې دقبايلود ملاتړد ترلاسه کولو لپاره ډير څه  وکړي او که ددغو ميلياردونو دالرونظامې مصرف يوه برخه د قبايلي سيمو دپرمختيا لپاره وکارول شي اوقبايل دبې وزلۍ او وروسته پاتي والي څخه وژغورل شي  او ددوي  دملي دودونو ، عزتونو اوننګونو احترام وشي ، دقبايلو دملاتړ په ترلاسه کولو کې بل مشکل نه پاتې کيږي . نو دامن جرګه بايد دامريکا ، ناتو او داروپا اتحاديي څخه وغواړي چه دقبايلي سيمو دامنيت ، پرمختيا لپاره خپلې ژمنې په ښه توګه ترسره کړي او پدې سيمو کې دکورکورانه عملياتو څخه چه اصلي قربانيان يي بي ګناه خلک دي ، ډډه وکړي .         دريم : ټولې نړيوالې ټولني او مترقي بشريت ته ښه جوته شويده چه مذهبي بنسټ پالنه يا افراطيت  دتروريزم دايديالوژي په توګه  هم پخوا او هم اوس  دافغانستان او سيمې امن ،سولې ،  ثبات او پرمختګ ته ډير زيانونو رسولي او يوه اساسي کواښ ګڼل کيړي .        دوه کاله وړاندې ولسمشرحامد کرزۍ په لندن کي دبريتانيا پخوانی صدراعظم توني بلر ته هم داحقيقت داسې په ګوته کوې چه که ((غرب  داسامه بن لادن په شان اسلامي بنيادګرايانو ته چه دشوروي مخالف وو ميلياردونه دالر کمک وکړ.خو وروسته يي افغانستان شيطان ته پريښود او هيرېې کړ . او که غرب د١٩٩٢-٢٠٠١کالونوکې افغانستان ته توجه کړي واي ، اوس به دنيورياک برځونه پر ځای وو او په مادريد کې به دبمونې پيښي نه کيدلي او په لندن کې به بمونه نه چاوديده . کرزۍ په دې وينا کي وايي چه دي دهغه هيواد نه دلته راغلی چه دتروريزم غلام شوي وه او په همدې ډول د مدرسو دتعطيل غوشتنه کوي او وايي چه هلته دديني علومو دورزده کولو پرځاې تروريستانو ته زده کړه او روزنه ورکول کيږي))(بي. بي ،سي )    بناپردې دامن جرګه دمذهبي بنسټ پالنې په ګواښ باندې هم بايدغور وکړي او پدي اړوند ددواړو هيوادونو  دحکومتونو او سياسي او ټولنيزوکړيو څخه وغواړي چه ددې ګواښ سره دمقابلې لپاره  ټوکلي او موثرګامونه پورته کړي .      سره لدي چه دطالبانو دنظام دسقوط سره په افغانستان کې بنسټ پالنې سخته ضربه ليد لې، خو ماته يي نده خوړلې او ريښي يي په ټولنه کې په قوت پاتې دي .  تجربې هم ښېې چه د بنسټ پالنې ګواښ کم شميرل او دهغه سره په مبارزه کي قاطعيت نه درلودل دا خطررامنځته کوي چه افغانستان بيا دتروريزم په اډه بدل شي ، کوم چه دهغه ناوړه پايلې ټولو وليدلې .     په جګړو کې روغه او جوړه نه يوازي روا ده بلکه يوه اساسي اړتيا شميرل کيړي . خو خبره داصولي روغې او جوړي پر سرده ، نه غير اصولي سازشونه چه د ناروا ګټو لپاره صورت مومي ، چه په واقعيت کې په جګړه کې دډزبندي معني لري. د افغانستان خلک چه د  ازادی , عدالت , دموکراسی او پرمختګ په لارکې يي بي ساري قربانۍ ورکړي دهغه چاه سره روغه او جوړه چه دغه ارزښتونه نه مني  او دافغانستان اساسي قانون ته غاړه نه ږدي ، ناروا اوغير اصولي بولي .        څلورم :  دافغانستان دولت هم بلاخره کور دننه بايد دخپل امنيت اوحاکميت دتامين او ساتنې وړتيا ترلاسه کړي . نوجرګه او دافغانستان سياسي او ټولنيزې کړۍ بايد د افغان دولت څخه وغواړي چه دهيواد دامنيت او دملي اردو او پوليسودبيا جوړولو، اودهيواد ددفاعي قابليت دلوړلولو اود ولس داساسي غوښتنو د تر سره کولو په ډګرکې خپل دولتي مسووليتونه او مکلفيتونه په ښه توګه تر سره کړي .        پنحم : نږدې شپږکاله وړاندي دامريکا متحده ايالاتو دتروريزم سره دجګړې اودافغانستان دازادي او سولې تر شعار لاندې په افغانستان کې نظامي مداخله وکړه اودطالبانو حکومت چه تروريستانو ته ېې پناه ورکړې وه نسکورکړ . خودادی وينو چه تروريزم هره ورځ دافغانانو له منځه قربانيان اخلي او دامريکا په مشرۍ دتروريزم ضد ايتلاف او همداډول ايساف دناتو په مشرۍيا ددنيا د٣٧هيوادونو ځواکونه ، نړيوالې ټولنه او ملګري ملتونه دافغان ولس سره دخپلو  ژمنويعني دتروريزم سره په جګړه اودازادي او سولې په تامين او ټينګًښت ،اقتصادي بيا رغونې اوپرمختيا کې اود افغان ولس دانتظاراتو په ترسره کولو کې تراوسه دپام وړ لاسته راوړنې نلري . نو دامن جرګه دامريکا او داروپا داتحاديي  او په افغانستان کې ميشت دبهرنيو ځواکونو څخه بايد  وغواړي چه دافغانستان په برابرکې خپلې ژمنې په ښه توګه ترسره کړي .        شپږم : ملګري ملتونه دخپل منشور له مخې دافغانستان اوددې هيواد دځوريدلو خلکو په وړاندې ستر مسووليت په غاړه لري . وافعيت دادي چه  په تيروکې دافغانستان دبحران په حل کي دغه سازمان ښه ندي ځليدلۍ او دانتقاد ګوته ورته اساسي چلنچونه         دپورتنيو وړانديزونو دفهرست څخه ښکاري چه دتروريزم او مذهبي افراطيت سره په مبارزه کې تر ټولو پاکستان او ددي هيواد حاکمه هيآت بايد ډيرڅه  وکړي . خو تجربې ښيي چه دپاکستان دواک په مرمکزونو کې داسې کړۍ وجود لري چه  نه غواړي افغانستان دتروريزم څخه نجات ومومي او امن شي . دغو کړيو چه په تيرو کې دتروريزم درامنځته کولو او روزلو څخه  ګټي پورته کړې اوس هم غواړي دتروريزم نه يو څه ترلاسه کړي .      پنجاب او په پاکستان کې دواک سنتي کړی او محدودې کورنۍ  د افغانستان په پرمختګ او ځواکمنۍ کې خپلې ګتې په او حتا خپل موجوديت په خطرکې ويني . پاکستان په افغانستان کې ديوه لاس پوڅي  حکومت دايجاد په لټه کې دی ، داسې حکومت چه ديورند اختلاف څخه دپاکستان په ګټه بايد تير شي . دغه هيواد ته دهند سره دجګړي په وخت کې ستراتيژيک ژورتيا ور وبخشي او ترلږه د کشمير دمسلې په سر دپاکستان څخه ملاتړ وکړې ، دمنځنۍ اسيا طبعي زيرمو او بازارونو ته دپاکستان نفوذ تامين کړي او که امکان ولرې ، افغانستان په يوه کنفدراسيون کې په ځان کې مدغم کړي . او که دا نه کيږي افغانستان بايد نابود شي .     ددې ناروا ګټو دتامين  لپاره چه دپاکستان لپاره دايمي خصلت لري اودهغه ترلاسه کولو لپاره يي پرون ((کابل ته اور واچوه ))  دادي اوس هم هڅه کوي چه افغانستان نا امن او بې ثباته کړي .بناپردې لکه چه تيرو  ښودلې ده ،اوس هم دامن دجرګې دوړانديزونو تايد او منل اوپه ټوليزه توګه دتروريږم سره دمبارزي او دافغانستان دامنيت او ثبات  په هکله دپاکستان دحاکمو کړيو په  ښه نيت او ژمنو باندې باور نه شي کيدلی .  دامريکا متحده ايالات بايد خپلې ژمنې په ښه توګه ترسره کړي        نو په داسې حالت او صورت کې دا د امريکا او ناتو مکلفيت دی چه پاکستان  وهڅوي او دفشار لاندي يي راولي که لازمه شي خپلې مرستې په ودروي او دوسلو په ورکړه بنديزونه په ولګوي ، تر څو  دتروريزم سره په جګړه کې خپلې ژمنې ترسره کړي .  امريکا چه ځانته حق ورکړي چه دتروريزم سره دجګړې په نامه په افغانستان حمله وکړي  ، ولې ددې حق څخه  دپاکستان په خاوره کې دخپل دشمن په ځپلو کې ګټه نه پورته کوي .      امريکا اودهغه متحدين که غواړې دافغانستان په وړاندې خپلې ژمنې په ښه توګه تر سره کړي ، نبايد دهغه چاه سره چه دافغانستان امنيت او ثبات له منځه وړي او خپله ددوي بچيان هم وژني  دوستي وکړي .  بناپردې که امريکا غواړي  دتروريزم دګواښ سره موثره مقابله وکړي او په هغه کې بريالۍ شي ، نو دپاکستان د معضل په حل  باندې بايد غور وکړي . او دحل لاره هم داده چه ديوه  نوی ، دموکراتیک او د بنياد ګرايي او نظامی ګراېې نه پاک  پاکستان درامنځته کيدو په داعيه کې  دپاکستان ،پشتون خواه اوبلوچستان د دموکراتیکو او مترقي ځواکونو دهڅوپه قاطعيت ملاتړوشي . اويوازي يو دا ډول پاکستان دتروريزم سره په مبارزه کې يار او مدد ګار واقع کيدلۍ شي .       پدې ډول دامن دجرګې په وړاندې سترې ننګوني او چالشونه وجود لري . خو که پاکستان دتروريزم سره په روانه جګړه کې دامن دجرګې پورته وړاندې شوې وړانديزونه  ومني او يا په بل عبارت دتروريزم سره په روانه جګړه کې خپلې ژمنې تر سره کړي .  او په همدې توګه که امريکا ، ناتو او نړيواله ټولنه  دامن دجرګي  په جوړولو او پورته وړاندې شوو غوښتنو په تطبيق کې فعالانه ونډه واخلي . زما په اند دامن روانه جرګه  به يوه بريالی جرګه وشميرل شي .  افغانستان بايد په خپلو پښو ودريږي      په همدې ډول بايد له ياده ونه ايستل شي چه د افغانستان  امنيت ، ثبات ، بيا جوړونه او دنورو ملي مسايلو حل ، خپله دا فغانانو کاردي اوافغان دولت بايد هڅه وکړي چه دخپل هيواد امنيت په خپله په غاړه واخلي . او له ياده ونه باسې چه  هغه حکومتونه چه خپل حاکميت او د خپلو وګړو امنيت ، مصونيت او سوکالي نه شي تامين کولۍ او ساتلۍ نه يوازي دمنلو وړ ندي بلکه بقا هم نلري.      او يوازي ديوه ملي پياوړي او دموکراتیک دولت دجوړولو او استقرارپه صورت کې افغانان دخپل هيواد دمسايلو په حل کې په ځان تکيه او ويسا پيدا کولی شي  . داسې دولت يوازي وطنپال او د تجدد، دموکراسي ، مدنې ټولني ، ټولنيز عدالت او رفاه پلوي او باورمند ځواکونه جوړولۍ شي . بهرنيومرستو ته هرهيواد اړتيا لري ، خو هيوادونه  يوازي او يوازې دخپلو خلکو په زياراوځواک جوړيږي ، امن پاتې کيږي  او پرمختګ کوي .

      ٨   -  اکست  -  ٢٠٠٧ هالند

دیدگاه خود را بیان کنید

  • نظر شما پس از بازبینی منتشر خواهد شد.
  • لطفا از کلمات نامناسب استفاده نکنید.
  • خواندنیها از انتشار نظرهائی که توهین آمیزبوده و یا حاوی کلمات زشت باشد معذور است.
  • آدرس ای- میل شما منتشر نمی شود و به نظرهای بدون آدرس توجه نخواهد شد.

نام (لازم):
پست الکترونیکی (نمایش داده نمیشود):
نظر شما:
 
متن سخنراني در همايش اعلام پلاتفرم انتخاباتي در کابل
داکترحبيب منگل
مبارزه برای توسعۀ دموکراسی  و ارتقای مشارکت مردم در حیات سیاسی یکی از اهداف اساسی  ماست. مسلما دموکراسی زمانی نهادینه میشود که مردم خود را از برکت آن در امنیت و محافظت بیابند و در سایۀ دموکراسی، خود را آزاد احساس کنند و به رفاه اجتماعی دست یابند. ما کاندیدای تحولات اجتماعی هستیم و آنچه ما را از دیگران متمایز میسازد، صداقت و پیگیری ما در  مبارزه برای عدالت اجتماعی است. بیش از هر وقت دیگر در وطن ما، مبارزه بخاطر عدالت و رفاه اجتماعی، مبارزه برای دموکراسی است. ادامه مطلب->>>>>

تعداد ديدگاه ها در رابطه به اين موضوع : [0]
بارک اوبا ما وضرورت استراتیژی جدید وموثر برای افغانستان
داکترحبیب منگل

به حاکمیت ملی افغانستان احترام گذاشته شود ودرانتخابات ریاستی وپارلمانی از نیروی دموکراتیک ، مترقی وتحول طلب قاطعانه حمایت به عمل اید تا یک حکومت ملی ،دموکراتیک واداره، کارامد ، پاسخگو وخدمت گذار مردم پاه به عرصه وجود گذارد .

ادامه مطلب->>>>>

تعداد ديدگاه ها در رابطه به اين موضوع : [1]
دافغانستان ددموکراسی اوپرمختیا د فراګیرغورځنګ ددریمی کلیزی په ویاړ
دوکتورحبیب منګل
دیوی هیوادنۍ پراخې دموکراتیکی جبهې ایجاد ، ځکه په یوه غوره او دورځې په دستور کی قرار لری چه دهیواد  خلک چه  د  ناامنی , فساد , غارت ، چور ، بی وزلۍ . بیکارۍ ، مرض ، خوارۍ ، بې قانونۍ ، ظلم ، ستم او بی عدالتی څخه ناری سوری وهی ، خپل نجات دملې  ، مترقی ، دموکرات او عدالت پلوه سیاسی خواکونو په یوالی او ددوی له لارې دیوه ځواکمن ، ملې ،دموکراتیک ، عدالت پلوه او خلکو ته خدمت ګار دولت   په جوړولو کې وینی . ادامه مطلب->>>>>

تعداد ديدگاه ها در رابطه به اين موضوع : [0]
اوضاع سیاسی افغانستان وضرورت ایجاد یک جبهه ءوسیع دموکراتیک
دکتور حبیب منگل

کلید حل مسایل افغانستان دردستان نیرومند خود مردم این سرزمین وهمبستگی نیروهای ازادی خواه , ترقی خواه , دموکراتیک وعدالت پسنداین کشور قرار دارد . پیروزی ما دروحدت ماست .

ادامه مطلب->>>>>

تعداد ديدگاه ها در رابطه به اين موضوع : [0]
آزادي ، خپلواکي اوافغانستان
ډاکتر حبيب منګل
په دي ډول ليدل کيږي چه افغانستان اوافغان ولس په اوس کې هم دخپلې آزادۍ او خپلواکۍ دساتلو اودهغه داساسي موخو يعني  ديوه پياوړي ، پايښت لرونکي  او په ملي واکمنۍ متکي او ټوليزې پرمختيا ته متعهد  ، حقوقي ، مدني او پرمختللي دولت درامنځته کيدو ، جوړيدو او استقرار په  ډګر ګې دسترو چلجونو او ستونځو سره مخ دی . ادامه مطلب->>>>>

تعداد ديدگاه ها در رابطه به اين موضوع : [0]
د امن جرګه د امن لپاره څه بايد وګړي ؟
داکترحبيب منگل
دپاکستان دموکرات او مترقي کړۍ دنده لري چه  دتروريزم داور څخه د خپل هيواد دژغورلولپاره په جرګه کې داخبره را پورته کړي او د خپل حکومت  څخه وغواړي چه دهيواد امنيتي او نظامي اداره  دبنسټ پالو څخه چه دتروريستي کړيو تر شاه ولاړ دي  پاکه کړي . ادامه مطلب->>>>>

تعداد ديدگاه ها در رابطه به اين موضوع : [0]
چشم دید از گرد هم ایی اعضای نهضت فراگیر دموکراسی وترقی افغانستان
دوکتور حبیب منگل

دولت  دموکراتیک  وکارآمد ,نظم ،امنیت وآرامش رادرکشور به درستی تامین میکند  ؛ به کرامت انسان احترام می گذارد وحقوق اساسی وازادی های فردی واجتماعی مردم  را بدرستی تامین وحراست مینماید ؛به توسعه سیاسی , اقتصادی , اجتماعی وفرهنگی کشور می پردازد, نیازها ومطالبات مردم رابرآورده میسازد وسطح زندگی ورفا  شهروندان را پیوسته ارتقا می بخشد .

ادامه مطلب->>>>>

تعداد ديدگاه ها در رابطه به اين موضوع : [0]
تاملي بر مسله وحدت ترقي خواهان افغانستان
داکترحبيب منگل

 گسترده گی از نظر پایه اجتماعی با  خصلت فرا قومی و دفاع از منافع وخواستهای اکثریت جامعه اعم  از زحمتکشان شهر وده , روشن فکران ,فرهنگیان , مدیران وماموران دولت , اهل کسبه , تجار وسرمایه داران ملی .

ادامه مطلب->>>>>

تعداد ديدگاه ها در رابطه به اين موضوع : [0]
درباره ضرورت تدوین استراتیژی امنیت ملی افغانستان
دوکتورحبیب منگل

ا فغانستان درناامني گسترده وكثيرالجوانب به سر می برد . تداوم وتشدید ترور, خطرافراط گرایی وخشونت سیاسی , مشکل گروه های مسلح غیر قانونی وسلاح غیر قانونی ‘ قاچاق مواد مخدر , نبود مصوونیتوامنيت فردی , اجتماعی , اقتصادی وفرهنگی وتداوم دخالت خارجی حلقات معلوم الحال خارجی , که درصلح , ثبات , انکشاف دموکراتیک کشورما, منافع خودرا در خطر می بیند , عمده تری

ادامه مطلب->>>>>

تعداد ديدگاه ها در رابطه به اين موضوع : [0]