آزادي ، خپلواکي اوافغانستان
متن سخنراني در همايش اعلام پلاتفرم انتخاباتي در کابل
ډاکتر حبيب منګل
دزمری ۲۸زمونږ دګران هیواد افغانستان دآزادۍ اوخپلواکۍ دبيرته اخيستلو ورځ ده .   ٨٨ کاله وړاندې ، برتانیی دافغانانو سره په دریمه جګړه کې دماتی وروسته دزمري په ٢٨ دافغانستان بشپړه خپلواکی په رسمیت وپیژندله .او پدې ډول د افغانستان خلکو داوږدی سرښندونکي مبارزې اوجدوجهد وروسته بيا  دآزاد او خپلواک  دولت خاوند ان شول . کوم  دولت چه تهداب یی په١٧٤٧ میلادی  کې د احمدشاه درانی تر مشری لاندی ایښودل شوي دي .       زه پداسې حال کی چه ددې ستری ملی-تاریخی اوویاړلی تلین اوجشن په مناسبت دافغانستان پتمن ، مبارز، په خپلواکی مینو او آزادی خوښونکی خلکوته دزړه له کومی مبارکی وایم، پدي ليکنه کې دآزادي او خپلواکۍ اودهغه دترلاسه کولو په لارکی دافغان ولس دمبارزی تاریخ  او درسونو ته لنډه کتنه کوم  .                         آزادي او خپلواکي      هردولت دواکمنی ( حاکمیت )  حق لری. او دواکمنۍ درلودونکۍ دولت هغه دي چه  آزاد ي او سياسي خپلواکي لري. آزاد او خپلواک دولت هغه دي چه اولا - د اشغال او دبهرني سلطي لاندې واقع نه وي اوپه خپل ملي برخه ليک او خپله خاوره ( وچې ، اوبو ، هوا ) ، شته منيو اوولس واکمن او دولس په خدمت کې  وي . ثانیا - د ملي صلاحيت درلودونکۍ دي اود دولتی نظام یا سیاسی رژیم د ټاکلو اود کورنیو او بهرنیو چارو د پرمخ بیولوپوره آزادي لري . ثالثا- د نورو دولتونو سره رسما دحاکميت له نظره دی . رابعا -  ملی ګټې لري يعني(دملي هويت او ملي  موجوديت اوبقا خاوند اوپه خپل سياسي برخه ليک  مسلط دی او پورته  ټول حقونه په عمل کې کارول غواړي)  .    « هردولت پدې دلیل چه ټول نوردولتونه د واکمنۍ (حاکمیت) دحق لرونکي دي  اود ملي ګټو واجد دی او غواړي داحق په کرسۍ کینوي اووکاروی ، عملي کوی یا په عمل لاس پوری کوي»  « دا حقوقی عنصر چه د نړیوالو حقوقو داستحکام بنسټ جوړوی ، ددی مانع ګرځی چه نړیواله ټولنه په یوه ځنګله بدله شی ، چه په هغه کې د ځواکمن اړخ قانون حاکم شی » ، « یو هیواد ځکه  آزاد او خپلواک  دی چه ازادي او خپلواکي ېې دنړيوالو منل شوو موازينو له مخې  تضمین شویده، او هیڅوک نه شی کولای خاوره  یی اشغال کړی » (۱)      اوپه يوه (دولت - ملت )کې دواکمنۍ حق په ملت اړه لري اوملت ، ملي واکمني په آزادو او منصفانه ټاکنو کې ، مستقیما اویا داستازو له خوا د ټاکل شوونهادونو په وجود کې کاروې . ملت دغوره کولو اوددولت دنظام دڅرنګوالي اود خپلو اساسی حقونو او ازادیوڅخه برخه من کيږي او دولت دملت د افرادود حقونه او ازاديو دتامين مکلفيت په غاړه لري .      سره له دي چه د نړيوال کيدو، دنړيوال اقتصاد ((ديوکاسه)) کيدو، نړيوالو اړيکو د هم سويه کيدو او ټينګيدو ، دبشري عاموارزښتنونو، او دهيوادونودمتقابلو رواګټو اوباهمي ژوند داړتياو تر تاثيراو نفوذ لاندي ،دملت- دولت مفهوم او ددولتونو واک او اختيار د سياسي رژيم په ټاکلو، مدني قوانينو په وضع کولو  اوبشري حقونو دتامين په برخه کې دنړيوالو غوښتنو اوموازينو تابع دي او محدود شويدي .خو سره له دې اصولا هيڅوک حق نلري چه ديوه دولت اوهيواد دازادۍ ،خپلواکۍ اوملتونود خوداراديت حق او دواکمنۍ ( حاکميت ) د تساوۍ حق تر پښو لاندي کړي .          خو په عمل کې هم په تيرو او هم اوس کې  ددولتونو اوملتونو واکمني ، آزادي او خپلواکي د استعماري اوامپرياليستي ځواکونو له خوا په پرله پسې ډول تر پښو لاندې شوي اودادي زمونږ دسترګو وړاندې دنړۍ په مختلفو سيمو کې په مختلفو ډولونو ترپښو لاندې کيږي .     او پدې ډول ليدل کيږي چه نړیواله ټولنه  په یوه ځنګل بدله شوې ، چه په هغه کې د ځواکمن اړخ قانون حاکم شويدی . نو دا ظالمانه نړيوال نظام  چه په هغه کې حق او قانون تر پښو لاندي کيږي او يوازي زور چليږي ،بايد بدلون ومومي .          افغانستان اودآزادۍ او خپلواکۍ غورځنګ        زمونږ ګران وطن او هیواد افغانستان ،لرِغونۍ تاریخ اوزوړ تمدن لری .دغی خاورې ته د لرغونو تمدنونودزیږیدو او د ودې ټاټوبۍ او زانګو وایی . پدی خاوره کې ستر فرهنګونه اودینونه را منځته شوی ، سره یو ځای شوی او غوړیدلي دی . دهمدې خاورې نه « دنیک پند ، نیکی وینا اونیک عمل » غږ را پورته شویدی اوددې ځايه دعلم اوفلسفې َ، ریاضی  ، نجوم ،طبابت ، عرفان ، هنر او ادب مشالونو او سرغندویان را پورته شویدي  .     افغانستان ته دآسیا زړه،دسوداګرۍ څلورلاره ،او داستعمار ګرو او پراختیا غوښتونکو ځواکونوګذرګاه او پامیر ته یی ددنیا بام وایی . دوریشمو لاره دهمدغی خاوری  تیره شویده ، اونړیوال پراختیا غوښتونکي او چپاول ګردطلاي مرغه ((هندوستان)) دترلاسه کولو لپاره َاو په منخنۍ آسیا ، عربی بحیره اوپه فارس باندې د تسلط اوحکمرانۍ په مقصد دهمدی ستراتیژیک معبر څخه تیر شویدي اود همدې لارې دکنترول پر سر دیو بل سره ډغرې وهلي اوجنګیدلي او ګټه پورته کړې ده . اوددغواستعماري اواستیلاګرو ځواکونو له جملې ، ځينو په همدې خاوره کې ماته خوړلې ده اوهمدلته خښ شویدي ،نو ځکه دغې خاوری ته«د زبرځواکونو هديره» هم وایی  . او دافغانستان دغه مهم جيو پوليتيک ، جيو ستراتيژيک او جيو ايکونوميک موقعیت ، ددې هیواد داوسیدونکوپه ملی اوسیاسی برخه لیک کی تل عمده او ټاکونکۍ رول درلودلۍ دي  .   دافغانستان اوسیدونکې یعنی افغانان ،په وطن مین اومیړني ، شریف اونجیب خلک دي. خپلواکي اوآزادی د بل هرڅه نه ورته ګرانه ده اودهغه د ترلاسه کولو اوساتلولپاره ېې ډيره قربانی ورکړې ده او دخپلواکۍ او آزادۍ لپاره سرښندونکې مبارزه ، ددې ولس ملي ځانګړتيا او ټول تاریخ تشکیلوی .        نوځکه افغانستان ته دآزادۍ او خپلواکۍ د غورځنګونو د غلیان نقطه اوافغانانو ته د ملی آزادی بښونکوغورځنګونو سرغندویان وايي. او که دا ولس ، ځان وپيژني او متحد شی ، ددې توان لري چه په یوه ځواکمن اوسرلوړی دولت - ملت مبدل شي اودیوه پرمختللي او ځواکمن هیواد ارمان ته ورسیږې.             دافغانستان  په ۱٧۴۷ میلادی کی د احمدشاه درانی ترمشرۍ لاندی د معاصردولت په تاسیس سره ، سیاسی - ملی هویت او ملي دولت رامنځته کړ . کوم چه په ډیره لنډه کی په یوه ستره امپراطوری بدل شو، چه د مشهد نه تر کشمیره او ددهلي اود امو دسیند نه  ترعربي بحیرې، ېې  په یوه ستره ساحه باندی حاکمیت درلود .     خو دغې امپراطوری ډیر دوام ونه کړ، او دکورنیو اوبهرنیو تضادونو او کړکیچونو، درباری خپل منځی اختلافونو او دسیسو،قبیلوي دشمنيو او کورنيوجګړو، ملوک الطوایفې نظام اووروسته پاتې والي  ، د بهرنی دخالت او دپردیو د یرغلونو اوپه دی خاوره باندې د تسلط لپاره د «سترې لوبې » په دوران کې،  داستعماری ځواکونو د مقابلې او رقابت له کبله له منځه لاړه ، او دخاورې ځنې برخې ېې له هرې خوا قیچې شوې، او په نتیجه کې  په  مستعمره او نیمه مستعمره هیواد بدل شو اود اوسنی نقشې شکل ېې غوره کړ ،وران شو او دنړیوال  پرمختګ دکاروان څخه وروسته پاتې شو.        خو مبارزې دوام وموند او دافغانستان په آزادۍ او وطن مینو خلکو د پردیو دسیاسی سلطی پر ضد داوږده او بې ساری مقاومت ، جد وجهد او قربانۍ په نتیجه کې د آزادۍ ،خپلواکۍ ، ملي موجودیت او ملی هویت څخه دفاع وکړه ، تر څو چه په ۱۹۱۹میلادي داګست په ١٩ یی خپلواکي بیا تر لاسه کړه اود غازي شاه امان الله تر مشرۍ لاندي يي دیوه خپلواک اوملي - مترقی دولت تهداب کیښود .       شاه امان الله د ۱۹۱۹دفبروری په ۲۸دیوی اعلامیې په ترڅ کې دخپل حکومت دپروګرام اساسی ټکی پدې ډول وړاندې کړل  : «...  د افغانستان دولت ، دنړۍ دنورو خپلواکو قدرتونو په شان دهیواد دننه اوبهر باید آزاد او خپلواک وي  او دافغانستان ملت دهیواد دننه کامله آزادی لری او دهر ډول تیری اوظلم نه محفوظ دی او خلک یوازې دقانون اطاعت باید وکړی اوبس . اجباري کار اوبیګار په ټولوبرخو کې منع اولغوه دی . زمونږ حکومت به په افغانستان کې اصلاحات راولي چه زمونږ ملت او مملکت وکولاي شي دنړۍ د متمدنو ملتونو په منځ کې مناسب ځای او مقام ترلاسه کړي .زه به دهیواد په چارو کې مشوره دخپل کار او حکم لارښود وګرځوم... .»     اماني دولت د افغانستان لپاره د(ځوانوافغانانو دمشروطیت دغورځنګ) دمرام او د علامه محمود طرزی د فکرونو  څخه په الهام او پیروی لمړي اساسي قانون او ددولت پروګرام  تدوين کړ ،چه دهغه مفاد او اساسي کرښي په لادې ډول دي  :  (( دافغانستان د تاريخي موجوديت او ملي هويت ساتل او ټينګول ، د ملي حاكميت داصل تامين او ددولت په چارو کې دولس ګډون ، د هیواد والي « شهروندۍ » او ټولنیزې همګرایی داصل دتسجيل او ترويج پر مبنا دهيواد دټولو اوسيدونکو رسمي برابری او دهیواد ولو د اساسی حقونو اوآزادیو تامین، ، د مرکزیت اوپه هيواد کې دوروڼو اوسيدونکو قومونودبرابري داصل پر مبنا دهيواد او ملت یوالۍ ،  دتجدد (مدرنیتی)  پر اساس پرمختګ او دټولنی هراړخیزه وده  ،دنوی او مدرنې قانون جوړونې پر اساس د سیاسی تاسیساتو، دولتي دندو او حقوقي سیستم عرفی کول ، دملي اوردوجوړل او دهيواد دفاعي قابليت لوړول ،او دافغانستان دملي ګټو پر مبنا  دمتوازنو نړیوالو اړیکو  او خپلواک ملی سیاست پر مخ بیول)).( ٢)   بناپردي داماني دولت تاسيس او دافغانستان د دزمري د٢٨دآزادۍ او خپلواکۍ بیا ترلاسه کیدل ، دیوه ملی انقلاب په څیر د وروسته پاتې دودیزې ټولنې او داستبدادی نظامونو څخه ‘مشروطيت او دموکراسۍ او دنوی مترقي  ټولنې  ته دتيريدو او پر مختللی او ځواکمن  افغانستان آرمان ته درسیدو په لار دعطف ټکۍ  او شروع کڼل کیږی .       خو آزادۍ او خپلواکۍهغه وخت ارزښت لري چه دفاع او ساتل شي      افغانانو داوږده جدوجهد او بي ساري قرباني په نتيجه کې  خپله آزادي او خپلواکۍ ترلاسه کړله . خوپه دفاع اوساتلو کې يي پاتې راغلل ، اودځوانو افغانانو غورځنګ  ديوه پياوړي مرکزي دولت اودولس په خدمت کي دولتي اداري په جوړيدو کې دپاتې راتلو په وجه ، د بهرنۍ دخالت اودپرمختګ ضد ټولنيزو اوسياسي کړيو د مخالفت اوبغاوت په برابرکې ونه شوای کولای له ځانه دفاع وکړي اوماته يي وخوړله .اوپه نتيجه کې دافغانستان په مقدراتو داسې کړۍ مسلطې شوې چه د آزادۍ ، خپلواکۍ او مشروطيت دغورځنګ ټولې لاسته راوړنې یی تباه کړی او په هیواد کې  دواک تشه (خلا) ، انارشي او کورنۍ جګړه را منځته کړله .      سره له دې  چه دشاه امان الله دحکومت دسقوط نه وروسته رامنحته سیاسی تشې ( خلا) ، انارشی او کورنۍ جګړې  ډیر دوام ونه موند او مرکزی دولت اعاده شو او دیوه حاکمیت لرونکۍ دولت په توګه دافغانستان موقف وساتل شو  . خو نوي حاکمیت  ونه شوای کولای د خپلواکۍ او مشروطیت دغورځنګ موخی او ارمانونه تر سره کړي او په نتیجه کې افغانستان دبهرنې پټ او څرګند دخالت  او لاس وهنو په ميدان بدل شو ، ملي واکمني ترپښو لاندي شوه اوهيواد  داوږدې مودی لپاره داستبدادی ادارې لاندی راغۍ ، او په سیاسی اختناق اواقتصادی َ، ټولنیز او فرهنګی رکود کی پاتې شو ،  ملي او مترقی ِغورځنګ وځپل شول او  دسختو ستونزو او چلنجونو سره مخ شو.       سره له دې چه د تيري پيړۍ د٦٠-٩٠ کلونو ترمنځ دهيواد ملي او مترقي ځواکونو د آزادۍ ، خپلواکۍ او مشروطيت  دلاسته راوړنو دساتلو  لپاره هڅو ته دوام ورکړاو پدې برخه کي يو څه کاميابۍ ترلاسه شوې . خو له بده مرغه  تاريخ  بيا تکرارشو او دبهرني دخالت او دپرمختګ ضد کورنيو ځواکونو دمخالفت ، مقاومت اوبغاوت  له کبله  دآزادۍ او خپلواکۍ د ارزښتونو او اساسي موخو دتحقق په لاره کې هڅې او هيلي بيا شنډې شوي .      او په پاې کې  هيواد پوره ١٥ کاله د انارشۍ ، دواک د خلا  له کبله د آزادۍ ، خپلواکۍ ،مشروطيت ، دموکراسۍ او پر مختيا په لارکې دافغانستان دخلکو دکاراو جدوجهد ټولې لاسته راوړنې تباه شوي اوهيواد دبهرني اسارت اوکورني استبداد لاندي په وروسته پاتې والي محکوم او شاه ته مځنيو پيړيو ته لاړ او دتروريزم په اډه بدل  شو.          اوس په کوم ځاي کي يو ؟     سره له دي چه دطالبانو دحکومت دسقوط وروسته دافغانستان موقف ديوه واکمني لرونکي دولت په توګه په دفکتوکې اعاده شويدي . خو دادی ليدل کيږي چه دولت په خپلوسرحدونو ، ټوله خاوره پوره واکمني نلري او دهيواد ملي امنيت په عمل کې دبهرنيو  ځواکونو له خواچه دافغاني رسمي مراجعو دبلنې پرته په هيواد کي ځاي په ځاي شويدي، ساتل کيږي . کوم چه طالبان او يوه برخه افغانان يي اشغال ګر ځواکونه ګڼي . دا پداسي حال کې ده او تاريخ ښودلې چه هيڅ هيواد او په ځانګړی ډول افغانستان ، هيڅکله دبهرنيو په زور آزادۍ او خپلواکۍ ته نه شي رسيدلۍ .    په همدي ډول په افغانستان کې  د ١٥کلنې انارشۍ او سياسي خلااو دطالبانو داليګارشۍ څخه وروسته ، دنوي اساسي قانون له مخي قانونا او بلقو د ملي واکمنۍ او دموکراسۍ دتامين  لپاره امکانات ته رامنځته شوي او اساسي نهادونه او موسسات فعال شويدي . خوواقعيت دادي چه د افغانستان خلک خپل سياسي خود اراديت او په همدي ډول افغان دولت په کورنيو او بهرنيو چارو کې خپل ملي صلاحيت په پوره ډول نه شي کارولی   .        لکه چه وويل شول هردولت  دنړيوالو اړيکو اوحقونو له مخې  دملي ګټو درلودونکۍ دي يعني د افتصادي ، سياسي ، او فرهنګي حقونودتامين ، ملي موجوديت او هويت ساتل ، بقا او په خپل سياسي برخه ليک د تسلط لپاره هڅه او هاند کوي . خو له بده مرغه افغانستان تراوسه دا توان ندي پيداکړۍ چه خپلې ملي ګټې په اطمناني ډول وساتي  اودنورو دولتونو سره دتساوي موقف په عمل کې وکاروي .      په دي ډول ليدل کيږي چه افغانستان اوافغان ولس په اوس کې هم دخپلې آزادۍ او خپلواکۍ دساتلو اودهغه داساسي موخو يعني  ديوه پياوړي ، پايښت لرونکي  او په ملي واکمنۍ متکي او ټوليزې پرمختيا ته متعهد  ، حقوقي ، مدني او پرمختللي دولت درامنځته کيدو ، جوړيدو او استقرار په  ډګر ګې دسترو چلجونو او ستونځو سره مخ دی .     نو څه بايد وشي چه افغانستان دخپلې ازادی او خپلواکۍ دفاع او ساتنه وکولاي شي  ؟        دملتونو اوهيوادونو تجربي  ښې چه آزادي او خپلواکي د ملي وفاق اوجوشش ، متحد ،يو موتۍ اواګاه ملت ،سوکاله ،آزادو اوبرابرو وګړو په اتکا، با کفايته زعامت اوښه مديريت ، کارامده اودولس په خدمت کې سالمې دولتي ادري ، ملي اردو اونظامي – امنيتي کارامده دستګاه دموجوديت، دلوړدفاعي قدرت ، غوړيدلۍ او ځواکمن ملې اقتصاد اومجربي ديپلوماتيکې دستګاه او په ملي ګټو ولاړې فعالې ديپلوماسۍ ، په  صورت کي  دفاع اوساتل کيږي.       افغانستان دازادۍ او خپلواکۍ او دهغه دارزښتونو او موخو دساتني او تامين  لپاره بلقوه پوره انساني ، مادي او معنوي امکانات اوزميني لري ، خو يوازي ديوه پياوړي ملي او دموکراتيک دولت جوړښت او استقرارته اړتيا ده ، چه پورته دندي ترسره شي .   او داډول دولت به په افغانستان کې هغه وخت استقرارمومي  چه په روانه ټولنيزه اوسياسي مبارزه کې دهيوادآزادي غوښتونکي ، تجدد پلوه ، ملي ،دموکرات او عدالت پلوه سياسي اوټولنيز ځواکونه، قطعي او پريکړونۍ بر ياليتوب ترلاسه کړي او په ټولنه او دولت کې د مسلط سياسي جريان په حيث وپيژندل شي .    دا ځواکونه په افغانستان کې په زياته اندازه وجود  لري چه بايد سره يو شي او ديوه دموکراتيک بديل درامنځته کولو له لاري په مسالمت او قانوني ډول د آزاد ، خپلواک ، دموکراتيک ، غوړيدلي اوسرلوړي افغانستان دجوړولو اوددي خاوري دهر وګړي دنيک مرغۍ  دارمان دپوره کولو په ملي داعيه کې برخه واخلی او خپل هوډونه ادا کړي  .          (١)  دنړيوالو اړيکو باندي ليکنه کتاب . مولف – ژاک هونتزيګر           (٢) اسلام او سياست په افغانستان کتاب . مولف  : استا اولسن  August 19th, 2007 

 

دیدگاه خود را بیان کنید

  • نظر شما پس از بازبینی منتشر خواهد شد.
  • لطفا از کلمات نامناسب استفاده نکنید.
  • خواندنیها از انتشار نظرهائی که توهین آمیزبوده و یا حاوی کلمات زشت باشد معذور است.
  • آدرس ای- میل شما منتشر نمی شود و به نظرهای بدون آدرس توجه نخواهد شد.

نام (لازم):
پست الکترونیکی (نمایش داده نمیشود):
نظر شما:
 
متن سخنراني در همايش اعلام پلاتفرم انتخاباتي در کابل
داکترحبيب منگل
مبارزه برای توسعۀ دموکراسی  و ارتقای مشارکت مردم در حیات سیاسی یکی از اهداف اساسی  ماست. مسلما دموکراسی زمانی نهادینه میشود که مردم خود را از برکت آن در امنیت و محافظت بیابند و در سایۀ دموکراسی، خود را آزاد احساس کنند و به رفاه اجتماعی دست یابند. ما کاندیدای تحولات اجتماعی هستیم و آنچه ما را از دیگران متمایز میسازد، صداقت و پیگیری ما در  مبارزه برای عدالت اجتماعی است. بیش از هر وقت دیگر در وطن ما، مبارزه بخاطر عدالت و رفاه اجتماعی، مبارزه برای دموکراسی است. ادامه مطلب->>>>>

تعداد ديدگاه ها در رابطه به اين موضوع : [0]
بارک اوبا ما وضرورت استراتیژی جدید وموثر برای افغانستان
داکترحبیب منگل

به حاکمیت ملی افغانستان احترام گذاشته شود ودرانتخابات ریاستی وپارلمانی از نیروی دموکراتیک ، مترقی وتحول طلب قاطعانه حمایت به عمل اید تا یک حکومت ملی ،دموکراتیک واداره، کارامد ، پاسخگو وخدمت گذار مردم پاه به عرصه وجود گذارد .

ادامه مطلب->>>>>

تعداد ديدگاه ها در رابطه به اين موضوع : [1]
دافغانستان ددموکراسی اوپرمختیا د فراګیرغورځنګ ددریمی کلیزی په ویاړ
دوکتورحبیب منګل
دیوی هیوادنۍ پراخې دموکراتیکی جبهې ایجاد ، ځکه په یوه غوره او دورځې په دستور کی قرار لری چه دهیواد  خلک چه  د  ناامنی , فساد , غارت ، چور ، بی وزلۍ . بیکارۍ ، مرض ، خوارۍ ، بې قانونۍ ، ظلم ، ستم او بی عدالتی څخه ناری سوری وهی ، خپل نجات دملې  ، مترقی ، دموکرات او عدالت پلوه سیاسی خواکونو په یوالی او ددوی له لارې دیوه ځواکمن ، ملې ،دموکراتیک ، عدالت پلوه او خلکو ته خدمت ګار دولت   په جوړولو کې وینی . ادامه مطلب->>>>>

تعداد ديدگاه ها در رابطه به اين موضوع : [0]
اوضاع سیاسی افغانستان وضرورت ایجاد یک جبهه ءوسیع دموکراتیک
دکتور حبیب منگل

کلید حل مسایل افغانستان دردستان نیرومند خود مردم این سرزمین وهمبستگی نیروهای ازادی خواه , ترقی خواه , دموکراتیک وعدالت پسنداین کشور قرار دارد . پیروزی ما دروحدت ماست .

ادامه مطلب->>>>>

تعداد ديدگاه ها در رابطه به اين موضوع : [0]
آزادي ، خپلواکي اوافغانستان
ډاکتر حبيب منګل
په دي ډول ليدل کيږي چه افغانستان اوافغان ولس په اوس کې هم دخپلې آزادۍ او خپلواکۍ دساتلو اودهغه داساسي موخو يعني  ديوه پياوړي ، پايښت لرونکي  او په ملي واکمنۍ متکي او ټوليزې پرمختيا ته متعهد  ، حقوقي ، مدني او پرمختللي دولت درامنځته کيدو ، جوړيدو او استقرار په  ډګر ګې دسترو چلجونو او ستونځو سره مخ دی . ادامه مطلب->>>>>

تعداد ديدگاه ها در رابطه به اين موضوع : [0]
د امن جرګه د امن لپاره څه بايد وګړي ؟
داکترحبيب منگل
دپاکستان دموکرات او مترقي کړۍ دنده لري چه  دتروريزم داور څخه د خپل هيواد دژغورلولپاره په جرګه کې داخبره را پورته کړي او د خپل حکومت  څخه وغواړي چه دهيواد امنيتي او نظامي اداره  دبنسټ پالو څخه چه دتروريستي کړيو تر شاه ولاړ دي  پاکه کړي . ادامه مطلب->>>>>

تعداد ديدگاه ها در رابطه به اين موضوع : [0]
چشم دید از گرد هم ایی اعضای نهضت فراگیر دموکراسی وترقی افغانستان
دوکتور حبیب منگل

دولت  دموکراتیک  وکارآمد ,نظم ،امنیت وآرامش رادرکشور به درستی تامین میکند  ؛ به کرامت انسان احترام می گذارد وحقوق اساسی وازادی های فردی واجتماعی مردم  را بدرستی تامین وحراست مینماید ؛به توسعه سیاسی , اقتصادی , اجتماعی وفرهنگی کشور می پردازد, نیازها ومطالبات مردم رابرآورده میسازد وسطح زندگی ورفا  شهروندان را پیوسته ارتقا می بخشد .

ادامه مطلب->>>>>

تعداد ديدگاه ها در رابطه به اين موضوع : [0]
تاملي بر مسله وحدت ترقي خواهان افغانستان
داکترحبيب منگل

 گسترده گی از نظر پایه اجتماعی با  خصلت فرا قومی و دفاع از منافع وخواستهای اکثریت جامعه اعم  از زحمتکشان شهر وده , روشن فکران ,فرهنگیان , مدیران وماموران دولت , اهل کسبه , تجار وسرمایه داران ملی .

ادامه مطلب->>>>>

تعداد ديدگاه ها در رابطه به اين موضوع : [0]
درباره ضرورت تدوین استراتیژی امنیت ملی افغانستان
دوکتورحبیب منگل

ا فغانستان درناامني گسترده وكثيرالجوانب به سر می برد . تداوم وتشدید ترور, خطرافراط گرایی وخشونت سیاسی , مشکل گروه های مسلح غیر قانونی وسلاح غیر قانونی ‘ قاچاق مواد مخدر , نبود مصوونیتوامنيت فردی , اجتماعی , اقتصادی وفرهنگی وتداوم دخالت خارجی حلقات معلوم الحال خارجی , که درصلح , ثبات , انکشاف دموکراتیک کشورما, منافع خودرا در خطر می بیند , عمده تری

ادامه مطلب->>>>>

تعداد ديدگاه ها در رابطه به اين موضوع : [0]