دجمهوری ریاست په ټاکنو کې دملي ـ دموکرات ځواکونو دګډون اړتیا
نکاتی چند، غرض کاربرد در پلاتفورم کاری داکتر حبيب منگل کانديد کرسی رياست جمهوری
غورځنګ
     دافغانستان دانتخاباتو دمرکزی کمیسیون دپریکړې له مخې د جمهوری رېاست او ولاېتی شوراګانو عمومی ټاکنې د ١٣٨٨ کال د اسد په ٢٩مه نېټه  تر سره کیږي. دا ټاکنې پداسې سیاسي او ضاع او شرایطو کې رارسیږي  چه هیواد  دنا امنۍ په بحران کې ډوب دی  او  تروریزم هره ورځ بی ګناه افغانان په وینو کی لمبوي او  بی قانونۍ ، اداری فساد ، نیستۍ ، لوږې، ناروغې ،  بی عدالتیو ،ظلم او ستم ، افغان ولس  تر ستونې راوستې دی ،ُ بهرنۍ دخالت او مداخلې دوام لري او د ډاډ منې سولې ، ازادۍ او ثبات لر لید نه ترستر ګو کیږي او  هغه ټولې وعدې چه دافغانستان دولت او نړیوالې ټولنې دطالبانودنظام  دسقوط وروسته  ،  افغان ولس ته ورکړې وې نه یوازی ترسره نه شوي ، بلکه داخطر را منځته شوېدی چه هیواد د انارشۍ،ُ کورنۍ جګړی او دمنځنیو پیړیو د استبداد باطل دور ته بیا ور وګرځي . بنا پردې د افغانستان اساسی ستونخه یعنی د یو ه داسی حکومت ایجاد چه دهیواد او هیوادوالو په وړاندې خپل مسوولیت او مکلفیت  په وړتیا ترسره کړی ، نده حل شوې  . او داده  دافغانستان دسیاسي اوسنۍ وضعیت اصلي مسله . او  دهمدغې مسلې حل دمختلفو او متضاد و فکری – سیاسی جریانونو دمبارزې به محراق کې قرارلری او دراتلونکو ټاکنو دسیاسي سیالیو اساسی موضوع هم تشکیلوي .     دهیواد سیاسي جریانونه او راتلونکې ټاکنې     دادۍ دجمهوري ریاست دټاکنو په درشل کې دهیواد د سیاسي ډګرارایش نوی شکل نیسي او مختلف سیاسي جریانونه په تاکنو کې دګډون او نه ګډون په هکله متفاوت  دریځونه  او سیاستونه لري چه به لاندې ډول تصنیف کیدلۍ شي  .    ۱- وسله وال اپوزسیون یعنی طالبان او القاعده ، اسلامي ګوند او نور ې وسله والې ډلې  چه دادی  دکابل په زړه  او څو کیلومترۍ کې مانور کوی او سنۍ نظام غیر مشروع ګڼي او دهغه د سرنګونۍ لپاره په غرو اورغو کې بمونه په سینه جهاد پرمخ بیایي ، بنا راتلونکې ټاکنۍ  تحریموي ، خو په دې تلاش کې هم دي چه به غیر مستقیم ډول  دټاکنو به بهیرباندی په خپله ګټه تاثیر واچوي  .  ۲-  بله کتګوري سیاسي سازمانونه او فعالین پدې نظر دي ، چه اوسنۍ نظام ار تجاعی دی ، دولت  لاس پوځۍ او دا دموکراسي  هم جعلي ده ، راتلونکۍ ریس جمهور هم   په بهر کې ټاکل کیږي او ددې هیواد خلک دخپل سیاسي برخه لیک په ټاکلو کې هم کوم نقش نلری . نو ټاکنۍ نمایشي دي  او په هغه کې ګډون غیر اصولي دی اوموجوده  حاکمیت ته مشروعیت ورکول دي ، عینی او ذهنی  او بین المللی شرایط مساعدندی  ، نود "سیاسی ترصد "دوام ته لا نوره هم اړتیالیدل کیږي . ۳- بله خوا دبن په کنفرانس کې شامل نظامي- سیاسي کړۍ یعنی دموقتي ادارې ، انتقالي حکومت او اوسنۍ حاکمیت مختلف اړخونه او سیاسي کړۍ، چه د قدرت د ساتلو او ترلاسه کولو او ویش په سر په  خپل منځي سخته مقابله اخته دي ، او دننه په هیواد کې په ولس کې دخپلو ټولو امکاناتو اوروا او ناروا طریقو څخه په استفاده درایو په را ټولولو او په بهر کی دپخوانیو پلویانو او په ځانګړې ډول دامریکا په متحده ایالاتو کی د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره براخې هلې ځلې په لاره اچولی دي ، دادي دجمهوری ریاست څوکۍته یو په بل پسې کاندیدان وړاندې کوي او انتخابې سیالیو ته تیاری نیسي . خو دا په داسې حال کې ده  چه دنوموړو سیاسی کړیو داقبال ستورۍ نور دبام غاړۍ ته رارسیدلۍ دی او دافغانستان خلک او تر ټولو مهمه دا چه نړیواله ټولنه  دیوه بدیل او دیوه ځواکمن  او ولس  ته منلې حکومت په لټه کې دي.4- اود حاکمیت څخه بهر دموکرات او مترقی ځواکونه چه په  نظام کې رسمی ګوندونه هم لری او داساسی قانون ددموکراتیکو ارزښتونو په چوکاټ کې قانونی او مسالمت امیز فعالیت کوی ، یوه برخه یی پدې نطر دي  چه امنیت ، مصونیت او امکانات نشته او د ګتلو چانس هم وجود نلری ، نو دجمهوری ریاست په ټاکنو کې ګډون بی هوده دی . خو  بله برخه ددی ځواکونو په سیاسي وضعیت کې دفعال او موثر حضور او دولس په وړاندې دمسوولیت په احساس اودرک  دجمهوری ریاست په ټاکنو کې  دفعال ګډون او دکاندید ورکولو پلوې دي او دریمه کتګوری بیاپه دې نظر دي چه تر ځوچه بهرنۍ پوځونه له هیواد څخه نه وتلي او افغان ولس په خپل سرنوشت عام او تام نه وی مسلط شوي  او واقعی دموکراسي نه وی را منځته شوی ، دقدرت په لویو بازیو کې د ګډون ځخه چه ګویاخطر ات لري باید ډډه وشي .  اوپه  اوس کې باید یوازې  په کوچنیو سیاسي لوبو او  ټیټو یعنی د پارلمانی (( ګپ سرا اوخبرو  )) او دشوراګانو او نورو انتخابی ار ګانونو په ټاکنو کې  اشتراک وکړو  .       نوسمه ستراتیژی کومه ده ؟     سیاسی مبارزه د اجتماعی مبارزې دعالي شکل په توګه  دکلمې په تیوریک او سیاسیي مفهوم او معنی  د واک دترلاسه کولو او ساتلو  اوپه سیاسي وضعیت کې دارګانیک حضور مبارزه ، هڅه او تلاش دې ، خو ددموکراتیک او مترقی تفکر له مخی  سیاسي واک ، یوازې دڅوکیو ترلاسه کول ندي بلکه واک او حکومت دهیواد دملي ګټو دتامین او ساتلو ، دولس دحاکمیت د تامین  ، دهیواد دپرمختګ او پر له پسې غوړیدنې او دخلکو داساسي حقونو دتامین ، ازادۍ اوبرابرۍ ، رفاه او ټولیز عدالت  او دهرهیواد وال او هری کورنۍ  دنیک مرغۍ په موخه ترلاسه کیږي او دحکومتونو وړتیا او موفقیت ، هیواد او  هیواد والو  ته دخدمت په لارکې د مسوولیت او مکلفیت د عملی  کیدو له مخې سنجول او ارزیابي کیږي.   او لکه چه بوهیږو دموکراسی یا ولسواکې دواک ناندرۍ یا( ګفتمان) دی . پدی معنی چه ددموکراسۍ په ټولو شکلونو او اوسنې پیژندل شوی دموکراسۍ او دموکراتیکو نظامونو کې دواک سرچینه دولس آزاده اراده او رایه تشکیلوي او حکومتونه دولس د آزادو ، منصفانه او دموکراتیکو نوبتي ټاکنو څخه مشروعیت اخلي ،خلکو ته مسوول دي او دقدرت په انتقال کې دخلکو د ارادې احترام ساتي، یا په بل عبارت ټاکنې ددموکراسۍ اساسی مفهوم  اودقدرت لپاره دمسالمت امیزې مبارزې قاعده اواساسي ډګر تشکیلوي . مترقي تیوری او تجربه ښیی چه دموکراتیک او مترقی سیاسي سازمانونه حتا د ډیرو ارتجاعي رژیمونو او نظامونو  په ټاکنو کې  دقدرت په سیالیو کې فعال ګډون کوي او په سیاسی وضعیت کې حضور ساتي او ټینګوي .دمثال په دول د رسما اشغال شوی عراق په لمړۍ کابینه او بیا په ورستیو ټاکنو کې دعراق دچپو یا کیڼو سیاسی سازمانونو فعال ګډون او داسې نور ی بیلګی. او که دافغانستان ددموکراتیک قانونی اپوزسیون روانې ټاکنې  چه دعراق سره تقریبا ورته حالت کې صورت مومي  تحریم کړي ،  بله توجیه نلری ، مګر داچه  میدان ارتجاع  ته پریږدي، ترځو د دغدغې پرته دافغان د ځوریدلی ولس په مقدراتو باندی حاکمیت ته دوام ورکړي، نهادینه او ټینګ یی کړي .   بناپردې د املي اړتیا را منځته کیږي چه د افغانستان د پخواني دموکراتیک او جمهوري دولت ځواکونه د هیواد دنورو وطنپالو ، دموکرات او مترقی ځواکونه سره یوځای دجمهوری ریاست د راتلونکو ټاکنو سیالۍ ته  چه  دسیاسې مبارزې ډیر مهم  ډګر دی داخل شي او خپل مشتر ک کاندید معرفی کړي او دیوه ځواکمن ملی -دموکراتیک حکومت درامنځته کولو په داعیه کی خپل هوډ او رسالت ترسره کړي . داسې حکومت چه دهیواد لوړې ګټې او ملی امنیت  (کورنۍ او بهرنۍ امنیت ) په ډادمن ډول وساتي ، ملي اردو را منځته کړي تر څو په هیواد کې دبهرنیو ځواکونو دشتون اړتیا رفع شي ، دتروریزم جړې وباسي ، او په ټوله خاوره ددولت تسلط ،دقانون حاکمیت ، فردی او ټولنیز امنیت تامین او ټینګ کړي ،داساسی قانون ددموکراتیکو ارزښتونو پر بنیاد ،سیاسي نظام دریښتنی دموکراسی او ټولیز عدالت په لوری متحول کړي ، ُ دخلکو اساسی او مدنی حقونه  او د وروڼو قومونو او ملیتونو  سیاسي ، ټولنیزې، اقتصادی او فرهنګی غوښتنی  او حقونه تامین او له دې لارې ملی برابرۍ او یوالی ټینګ  کړي ، په دولتې دستګاه کې ادارې فساد له منځه یوسي ، دقانون سره سم د دولت او ولس دشته منیو دچور او چباول پو ښتنه او هغه اعاده کړي او دهیواد دملیونو نو پرګنو ، دکلی او ښار دزیار ایستونکو ،  ټیت رتبه مامورینو  ،معلمانوُ ، استادانو ، عالمانو، نویسندګانو ، شاعرانو ،هنرمندانو ، دینی عالمانو،دوسله پوځ دمنسوبینو ،دملی سوداګرو او ملي سرمایه دارانو  او دهیواد د ټولو خلکو  دغوښتنو او ګټو دفاع وکړي  او دهر افغان کورنۍ  او هر هیواد وال  نیک مرغۍ ته  توجه ولري او د بیکارۍ ، لوږې ، نیستۍ ، تیري ، زور ، ظلم  او هر ډول ستم ریښې وباسي .   هو ، به دې کی شک نشته چه  دافغانستان په اوسنۍ سیاسی او ضاع او شرایطو کې نباید دپوره آزادو ، دموکراتیکو او منصفانه ټاکنو  انتظار ولرو . او دا هم سمه ده  چه په روانو ټاکنو کې دزور اوزرو د خاوندانو  په برابر کې د دموکرات او مترقی ځواکونو بریالیتوب مشکل او حتا ناشونۍ ښکارې  . خو له یاده باید ونه ایستل شی چه  سیاسی او اجتماعی پروسې دهیچاه په کنترول کې ندي ، او یوازې دی ته اړتیا ده چه وطنپال اومترقی ځواکونه یو موټۍ او متحدانه مخامخ مسالمت امیزی مبارزې او سترو سیاستونو میدان ته راووزی ، او افغان ځوریدلي ملت ویش او په حرکت راولی  تر څو خبله رایه او اراده سمه وکاروی او خپل برخه لیک په خپله وټاکي  . دا په داسې حال کې ده چه دهیواد دننه اوبهر  سیاسي انکشافات په هغه لوري کې انکشاف کوي چه  که وطنپال ، مترقي او دموکرات ځواکونه په ټاکنو کې یو موتۍ، فعالانه او سازمان یافته ګډون وکړي  او یو واحد کاندید ور کړي او که ټاکنې هم  نسبتا ، آزادانه ، عادلانه او منصفانه وي اود ملګرو ملتونو او دنړیوالی ټولنې تر واقعا بې طرفانه نظارت لاندی دایری او ترسره شي ، دا واقعی  امکان وجود لری چه  دافغانستان دخلکو اکثریت چه دیوه ملي او دخلکو دخدمت ګار حکومت غوښتونکي دي ، داځل  خپله رایه وطنپال - مترقی ځواکونو په صندوق کې واچوي او نړیواله ټولنه چه دیوه کارامد او فساد نه منونکي حکومت په لټه کي ده، هم بل انتخاب  نلري ، مګر دا  چه د افغانستان  دخلکو ارادې او زور ته (( چه دخلکو زور دخدای (ج )زور دی ))  تن کیږدي اودخلکو له خوا ټاکل شوي سیاسي زعامت سره کار  وکړي . دا صرفا خوشبنیي نده بلکه  دنړۍ په ډیرو هیوادنو کې دموکراتیکو ځواکونو  د نظامي اوارتجاعی حاکمیتونو لاندی ټاکنی ګټلې دي او خپل حکومتونه یی رامنځته کړیدی . لکه په  پاکستان کې دبی نظیربوتو مبارزی ته راوتل قربانی ورکول او  په ټاکنو کې دخلکو د ګوند بریالۍ کیدل ، د نیکارګوا په ټاکنو د اورتیګا بیرته واک ته رسیدل او همدا اوس دلاتینی امریکی  د بعضی نورو هیوادونو په ټاکنو کې د دموکراتیکو ځواکونو یو په بل پسې بریالی کیدل او ولسی حکومتونه رامنځته کیدل او داسی ډیرو نورو هیوادونو کې.    پدې دول سمه ستراتیژی داده  چه د پخوانې جمهوری دولت او دهغه همفکره او هملور ی سیاسي ځواکونه د جمهوري ریاست ، ولایتی شوراګانو او پارلمانی عمومی ټاکنو مبارزې ته په جرآت ، جسارت او مسوولیت ، خپل کاندیدان معرقی کړی اوددغه  سوله ایزه  او قانوني مبارزی او سیالیو  میدان ته راووزی  او دافغانستان دخلکو دخوښې حکومت درامنځته کولو په داعیه کې خپل هوډونه تر سره کړي . خو پدې مبارزه او سیالیو کی د بریالیتوب اساسي شرایط دادي چه :    الف :  دیوی وطني – دموکراتیکی جبهی تاسی او جوړول . داسې جبهه چه دهیواد تول وطنپال ، دموکرات ، مترقی او عدالت غوښتونکي ځواکونه لکه د پخوانې جمهوری دولت تر بیرغ لاندې ملیونی پرګنی او دوخت دولت  په سیاسی سیتم کې شامل  ، سیاسی او اجتماعی ځواکونه او  په لس ګونو زره ملکی او نظامی منسوبین او نور  دتجدد ، دموکراسۍ ، آزادی ، برابری او ټولیز عدالت پلوه  لسګونه سیاسی او ټولنیز سازمانونه او دمدني ټولنې نهادونه  چه بلقوه  ملي ِ دموکرات اومترقی ځواکونو  رای ورکونکي تشکیلوی متحد او سم بسیج کړي . په دې صورت کې  بریالیتوب حتمی دی ، مګرداچه په ټاکنو کې شرمونکې  درغلۍ وشی .   ب:  د افغانستان دسیاسي او ټولیزو واقعیتونو او ځانګړو شرایطو پر مبنا دوطني – دموکراتیکې جبهې برنامه  وړاندې کول . داسی برنامه چه دولس په زړنو او فکرونو کی ځای ونیسی ، هیواد داوسني بحران څخه  وباسي او دهر اړ خیز پر مختګ په لوریی سوق کړي . ج:  او تر ټولو مهمه داچه  دآزادو ، منصفانه او دموکراتیکو ټاکنو  لپاره له همدی اوسه پراخه مبارزه پیل شي او په ځانګړي دول  دملګرو ملتونو دسازمان  څخه په کلکه وغوښتل شي چه په ټاکنو کې انصاف او آزادی  تضمین  او تامین کړي او ددموکراتیکو ځواکونو په وړاندی دهر ډول دسیسو او تعصب مخه ونیسی . او دنړۍ او به ځانکړی ډول دهیواد دننه دخپل ولس  او بهر دټولو هغه هیوادونو دسیاسی او اجتماعی ټولنو ، پارلمانونو ، ګوندونو ، حکومتونو او اجتماعی سازمانونو سره چه په افغانستان کې  څضور لري،  مخامخ او څرګنده رابطه تامین او ټینګه شي او وپوهول شی چه دافغانستان مشکل او بحران ، یوازی او یوازی دملی ،دموکراتیکو او مترقی ځواکونه حل کولاې شي . نه دبنیادګرو او ارتجاعی ځواکونو واک ته درسولو له لارې .

  په پاې که باید وویل شی چه که احیانا  وطني – دموکراتیکه جبهه  دجمهوری ریاست  په سیالیو  کې ددرغلۍ ، تقلب  او یا د بل هر دلیل په وجه ماته وخوري ،  خو سیاسی ماته دحقیقت ماته نه ده . مونږ شاید ټاکنې وبایلو ، خو ډیر څه به ترلاسه کړو چه اوس یی نلرو . مونږ سیاسی بازی شاید وبایلو خو میدان نه بایلو او  په سیاسی وضعیت کې حضور ترلاسه کوو ، دولس به غمونو او دردونو کې  شریک کیږو ، کوم چه ددوی دنیک مرغۍ لپاره مونیمه پیړۍ هڅه اوهاند کړۍ او بې شمیره قربانی ورکړیدی . مونږ به بیا ددوی  سره ژوندی او مخامخ اړیکی جوړې کړو  ،بیرغ به موبیا اوچت شی او  په هره انتخاباتی حوزه کې به ورپیږی ، غږ به مو هر هیواد وال ته او هری کورنۍ ته و رسیږی  ، میلونونه  ولس به ویښ او متشکل کړو. او په دې ډول به دوطن او خلکو په وړاندې مسوولیت په ښه توګه  ترسره کړو، مبارزه به دوام لری او نوو میدانونو ته به داخلیږو او تیاریږو او خامخا به بریالی کیرو  . اوله یاده باید ونه ایستل  شی چه مترقی غورځنګونه د سترو سیاستونو او مخامخ او سختې مبارزې په میدانونو کې ژوند اووده کوی او بلاخره  خپلو ملي او انساني ، مترقی او عدالت غوښتونکو ارمانونو او   موخو ته رسیږي .

دیدگاه خود را بیان کنید

  • نظر شما پس از بازبینی منتشر خواهد شد.
  • لطفا از کلمات نامناسب استفاده نکنید.
  • خواندنیها از انتشار نظرهائی که توهین آمیزبوده و یا حاوی کلمات زشت باشد معذور است.
  • آدرس ای- میل شما منتشر نمی شود و به نظرهای بدون آدرس توجه نخواهد شد.

نام (لازم):
پست الکترونیکی (نمایش داده نمیشود):
نظر شما:
 
نکاتی چند، غرض کاربرد در پلاتفورم کاری داکتر حبيب منگل کانديد کرسی رياست جمهوری
بشير دژم
در حکومت آينده راديو وتلويزيون ملی بايد با چنين پاليسی ها وداع کند وبراين نوع برخورد شخصی، گروهی ومنطقوی خط بطلان کشيده شود وچنين موازنه ها در آن رعايت وحفظ گردد. ادامه مطلب->>>>>

تعداد ديدگاه ها در رابطه به اين موضوع : [0]
بخاطر پیروزی حبیب منگل بکوشیم
نوشته :دکتر غلام محمد ( اسد ) محسن زاده
نهضت فراگیر بهترین برنامه وشایسته ترین نامزد را به مردم ارایه داشته است .

پیشکش کردن بهترین فرد و بهترین برنامه شامل مطالبه های محوری مردم  از سوی هواخواهان ترقی وپیشرفت وطن ،  نشان میدهد که نیروی ترقی و تجدد با دست خالی به این نبرد نرفته و برنامه مردمی ، نامزد سرشناس و نیک نامی  امید و باور به پیروزی را قوی ترساخته است .

ادامه مطلب->>>>>

تعداد ديدگاه ها در رابطه به اين موضوع : [7]
دجمهوری ریاست په ټاکنو کې دملي ـ دموکرات  ځواکونو دګډون  اړتیا
غورځنګ

دافغانستان په اوسنۍ سیاسی او ضاع او شرایطو کې نباید دپوره آزادو ، دموکراتیکو او منصفانه ټاکنو  انتظار ولرو . او دا هم سمه ده  چه په روانو ټاکنو کې دزور اوزرو د خاوندانو  په برابر کې د دموکرات او مترقی ځواکونو بریالیتوب مشکل او حتا ناشونۍ ښکارې  . خو له یاده باید ونه ایستل شی چه  سیاسی او اجتماعی پروسې دهیچاه په کنترول کې ندي ، او یوازې دی ته اړتیا ده چه وطنپال اومترقی ځواکونه یو موټۍ او متحدانه مخامخ مسالمت امیزی مبارزې او سترو سیاستونو میدان ته راووزی ، او افغان ځوریدلي ملت ویش او په حرکت راولی  تر څو خبله رایه او اراده سمه وکاروی او خپل برخه لیک په خپله وټاکي  .

ادامه مطلب->>>>>

تعداد ديدگاه ها در رابطه به اين موضوع : [0]
حبیب منگل حبیب مردم افغانستان است
عبدالو کیل کوچی

پیام نامزدی داکتر حبیب منگل درحقیقت لبیک گفتن به خواست های دیرینه مردم رنجدیده کشور ساکن در شهر ها ، قرا وقصبات ،کوچه ها وپس کوچه ها وروزنه ایست  که درکلبه های فقیرانه  وسربلند مردم ما در ردره های زیبای دورافتاده پامیر  ،کنرها ولغمان ،بامیان وجوزجان ،هرات وپکتیا ،غزنی ننگرهار ،قندهار وزابل لوگر هزاره جات وقله نشینان غیور هندوکش وشمشاد وبابا  وآسمایی وهری ارغنداب وفیروز کوه این قله های سربقلک کشیده ومیراث آریانای کبیر درسراسر کشورعزیز ما افغانستان است که اکثریت عظیم توده های میلیونی کشور رادر آغوش خود پرور ش داده است

ادامه مطلب->>>>>

تعداد ديدگاه ها در رابطه به اين موضوع : [0]
از وحدت عمل به سوی کنگره واحد
ديپلوم انجنير سليم صابری
عدم حضور فعال و نيرومند ما در وضعيت سياسی کشور باعث استحکام بيشتر مواضع ارتجاع می شود. حرف مشهور است در جائيکه ما حضور نداريم، ديگران کار شانرا ولو در مسير خلاف منافع مردم باشد انجام می دهند. ادامه مطلب->>>>>

تعداد ديدگاه ها در رابطه به اين موضوع : [0]
نگاهی به انتخابات ریاست جمهوری آینده
نصيراحمدصديقي

نهضت فراگیر دموکراسی و ترقی افغانستان  اشتراک در مبارزات انتخاباتی را یکی ازمسایل اصولی و پرنسیپی مطرح نموده است .

ادامه مطلب->>>>>

تعداد ديدگاه ها در رابطه به اين موضوع : [0]
ما پیروز هستیم
میرمحمده شاه "رفیعی"

ما همه همراه با حبیب منگل شجاعانه در مبارزات انتخاباتی ریاست جمهوری افغانستان طبق شرایط موجود در پرتو احکام قانون انتخابات و قانون اساسی افغانستان به پیش خواهیم رفت ما در این راه به حمایت مردم افغانستان و تمام نیروهای ملی و دموکراتیک و تحول طلب ازین اقدام شجاعانه و پر اهمیت نهضت فراگیر دموکراسی و ترقی افغانستان و شخص حبیب منگل به مثابه  فرزند صدیق و وفادار مردم و سپاهی دلیر نهضت اطمینان و اعتماد راسخ داریم.

ادامه مطلب->>>>>

تعداد ديدگاه ها در رابطه به اين موضوع : [0]
در جوئیکه آب رفته باز خواهد رفت
فخرزاد

جلسه عمومی موسسان نهضت ترقی , دموکراسی فراگیر افغانستان بتاریخ 24/12/1387 محترم دکتور حبیب منگل یک تن از پیشتازان این نهضت را غرض کاندید شدن ریاست جمهوری که در سال 1388 در نظر است تصویب و به تاریخ 27/12/1387 معرفی نمود بعد از نشر اعلامیه نهضت درین رابطه اکثریت شنونده گان و شهروندان تصامیم فوق را فال نیک غرض رسیدن به تامین صلح ثبات پنداشته و یک گام جسورانه حرکت به موقع بسوی ترقی , دموکراسی خوانده اند .

ادامه مطلب->>>>>

تعداد ديدگاه ها در رابطه به اين موضوع : [1]